د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د پکتیکا ولایت د امنیتي منسوبینو له لوري د رشوت اخیستلو په وخت کې د نوموړي ولایت د عدلیې رئیس او د دولت د قضایاوو د آمریت د سرپرست د نیونې هرکلی کوي.

ویل کېږي چې د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس او د قضایای دولت د آمریت سرپرست له یوتن څخه چې په دې ریاست کې یې حقوقي دعوي درلوده د رشوت په ډول د سل زرو کلدارو یا افغانیو چې پولي واحد یې مونږ ته معلوم ندی غوښتنه کړې چې د هغې د اخیستلو په وخت کې د پکتیکا ولایت د ملي امنیت د منسوبینو له لوري لاس په لاس ونیول شول.

سره لدې چې د عدلیې وزارت د وطنوالو حقوقي دعواګانو ته د رسیدګۍ او له فساد سره د مبارزې په منظور ډېرې هڅې کړي دي بیاهم له هر هغه اقدام څخه چې د جرم او فساد د مخنیوی لامل کېږي هرکلی او ملاتړ یې کوي.

د عدلیې وزارت په عاجله توګه د دې ادارې په چارو کې د سکتګي د نه رامنځته کېدو په موخه او د آزادې سیالی پورې خپل یو کارکوونکی د سرپرست په توګه دې ادارې ته معرفي کړی دی.

زمونږ باور دا دی چې په هېواد کې اداري فساد د تروریزم او مخدره توکو په اندازه وژونکی دی. لازم دی چې په دې برخه کې ټول مسؤول بنسټونه خپلې هڅې چټکې کړي او لازمه همغږي رامنځته کړي.