د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه په مخنیوي کې له ملي مسوولیتونو څخه یو د حقوقي پوهاوي ورکول دي.

کابل؛ شنبه د ۱۳۹۶ د لیندۍ ۴

د ا. ا. ج د عدلیې وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د محو نړیواله ورځ  افغان او د نړۍ ښځو ته تبریک وايي، هیله لري څو پخپل خوځښت کې له تاوتریخوالي څخه د تشې(خالي) یوې ټولنې په لوري ډېرو بریالیتوبونو ته ورسېږو. عدلیې وزارت د اساسي قانون د ۵۶ مادې پربنسټ او هغو مسوْولیتونو ته په پام سره چې د ښځې پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د قانون له ۱۲ مادې سره سم یې لري، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د محو په منظور، د ۱۳۹۶ مالي کال له پیل څخه تر اوسه یې ، لاندې فعالیتونه سرته رسولي دي:  

- په (۷) ولایتونو ( کابل، بلخ، هرات، کندز، بامیان، بدخشان او ننګرهار) کې نژدې د ۳۸۰۰ تنو د ښوونځیو له ښوونکو، متنفذینو او د سیمه ییزو شوراګانو د رئیسانو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلینو او د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره، د تمثیلي پارچو، زده کړییزو برنامو، د حقوقي پوهې د سیالۍ او د سیمه ییزو او مرکزي راډیوګانو له لارې په ځانګړي توګه د حقوقي پوهاوي د درې میاشتني کمپاین جوړول.

-  په  مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو له کارکوونکو، له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو، د ښوونځیو زده کوونکو، او د سیمې له اوسیدونکو څخه له ۸۶۰۰ څخه د ډېرو تنو لپاره د حقوقي پوهاوي د برنامې جوړول.

- په مرکز او ولایتونو کې د ښځې د مالي حقوقو او د ښځې پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع په اړه له ۴۹ زرو څخه د ډېرو تبلیغاتي پاڼو ( بروشور، پوستر، بلبورد) د نسخو چاپول، خپرول او وېشل.

که څه هم د عرف او نا خوښو خویونو په شمول ډېرې لاملونه او په ځینو ځایونو کې، نا امني، په ټول هېواد کې د حقوقي پوهاوي په کار کې د عدلیې وزارت د نه رسېدو لامل شوی دی. خو بیا هم شمېرې  ښیي چې خوشبختانه اغېزمنو کارونو صورت موندلی دی.

زموږ پر باور، حقوقي پوهاوې ورکول یو مشترک او ملي مسوْولیت دی؛ اړینه ده څو ټول په ګډه د ښاریانو(شهروندانو) د حقوقي پوهاوي د لوړولو په  لار کې کار وکړو.یو له هغو لارو څخه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په محوه کې خورا اغېزمن نقش لري، د ټولو ملي او بین المللي بنسټونو د پوهاوي ورکولو د فعالیتونو سمون او همغږي ده.