د افغانستان د جزاء کود چې نوی توشېح او چاپ شوی دی، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.

۱۳۹۶/۸/۲۰

د افغانستان د جزاء کود د افغانستان د جمهوري ریاست د دوه یم مرستیال جلالتمآب قانون پوه محمد سرور دانش او د عدلیې وزارت د جلالتمآب وزیر ښاغلي ډاکټر عبدالبصیر انور له خوا په یوه پرتمینه غونډه کې معرفي شو. په دغه مراسمو کې د کابینې محترم غړي، د سترې محکمې د عالي شوري محترم غړي، د ملي شوري محترم غړي، پر اساسي قانون د څارنې د خپلواک کمېسیون محترم غړي، د لویې څارنوالی محترم غړي او د ملي او بین المللي ادارو استازي ګډون کړی وو.

د هېواد دوه یم مرستیال په نړۍ او افغانستان کې د قانوني کودونو د تاریخچې په اړه خبرې وکړې او په حکومت والۍ، د عدالت په تأمین او د ټولنې په هوساینه کې یې د قانون په رول تأکید وکړ. هغه همدارنګه وویل د افغانستان لومړنۍ جزایي قانون د افغانستان د لومړي رئیس جمهور سردار محمد داوود خان په وخت کې تدوین او د یو تقنیني فرمان له مخې نافذ شوی وو.

ښاغلي دانش د جزاء کود یو جامع قانون وباله او وې ویل: جزایي احکام له دري دېرشو قوانینو څخه راټول شوی او له بیاکتنې او نوښتونو وروسته په دې کود کې ځای پرځای شوی دی. هغه د لوړو زدکړو له وزارت څخه وغوښتل چې دغه کود ته د حقوقو د پوهنځیو په تعلیمي نصاب کې ځای ورکړي او تدریس یې کړي. هغه همدارنګه د جزاء کود د افغانستان یوه بین المللي ژمنه وبللو.

د ا.ا.ج د عدلیې وزیر د موضوع په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د جزاء د کود د اصلاح او بیاکتنې پروژه د ۱۳۸۹/۳/۸ په نېټه د همغه وخت د جمهور رئیس په واسطه منظور او د ۱۳۹۱/۱/۱۳ نېټه رسماً پرانستل شو او د هغې د بیا کتنې او اصلاح په منظور له ملي او بین المللي متخصصینو څخه جوړه یوه ډله په کار پیل وکړ. د قوانینو د اصلاح ډله له څلورنیم کاله منظم، ممتد او دقیق کار څخه وروسته لومړنۍ متن بشپړ کړ او د ۱۳۹۵/۲/۱۲ په نېټه یې د عدلیې وزارت ته رسماً ور وسپارلو.

هغه همدارنګه وویل له تدقیق وروسته ددې کود آخرنۍ طرحه د ۱۳۹۵/۷/۶ نېټه د ریاست جمهوري عالي مقام او د افغانستان اسلامي جمهوريت کابینې ته وړاندې شو. هغه زیاته کړه ددې کود د لازیاتې بډاینې په خاطر، د کابینې د غړو، د اهل تسنن او اهل تشیع د جیدو علماوو، د افغانستان د علماوو دشوري، د علماوو د تنسیق له مجمع، د کابل ښار د محترمو خطباوو، له پوهانو او د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو له وړاندیزونو څخه ګټه اخیستل شوې ده.

د عدلیې وزیر وویل چې دغه قانون د ا.ا.ج د کابینې له تصویب او د ا.ا.ج د جلالتمآب جمهور رئیس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې له ۲۵۶ ګڼه تقنیني فرمان څخه وروسته په رسمي جریده خپور شوی دی.

په دوام کې د عدلیې وزارت ارشد مشاور محمد اشرف رسولي او د افغانستان د لویې څارنوالی مرستیال هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددې طرحې د برابرولو او اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان دجزاء کود، ۹۱۶ مادې لري او په دوو برخو: عمومي جزاء او خصوصي جزاء کې برابرشوی دی.