د امنیت، حکومت ولۍ او د پایښت لرونکي پرمختیا د موخو د کاري کمېټې غونډه جوړه شوه

۱۳۹۶/۸/۱۰

د امنیت، حکومت ولۍ او د پایښت لرونکي پرمختیا د موخو د کاري کمېټې غونډه د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د اداري معین ښاغلي سید محمد هاشمي تر ریاست لاندې او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د عدلیې وزارت په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د عدلیې وزارت اداري معین د پایښت لرونکي موخو د اجرایي کمېټې د فیصلو په هکله معلومات وړاندې کړل. او همدارنګه د اقتصاد وزارت استازي هم د پایښت لرونکي پرمختیا د موخو په هکله تفصیلی معلومات وړاندې کړل.

ددې غونډې په دوام کې د امنیت او حکومت والۍ د کمېټې د دندو د لایحې په اړه بحث وشو او د ګډون کوونکو غړو د نظریاتو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د تائید وړ وګرځید.

په دغه غونډه کې د ګډون کونکو څخه غوښتنه وشوه ترڅو ددې کمېټې ددایمي غړو په توګه او په دوامدار صورت سره په غونډو کې ګډون وکړي. او ددې کمېټې هر غړی دې په خپله اداره کې یو تخنیکي ګروپ رامنځته کړي. او فیصله وشوه چې د راتلونکي اونۍ د چهار شنبې په ورځ د امنیت، ښه حکومت ولۍ او د پایښت لرونکي پرمختیا د موخو د کاري کمېټې د کار د پلان د ترتیب په منظور به یوه غونډه جوړه شي.