د شانګهای په غونډه کې د ا.ا.ج د جلالتمآب عدلیې وزیر بیانیه

د ازبکستان جلالتمآب محترم د عدلیې وزیر، د شانګهای د سازمان د غړو هېوادو د عدلیې جلالتمآبان وزیرانو محترمو ناظرو غړو او محترمو ګډون کوونکو:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ترټولو د مخه د ازبکستان د عدلیې له وزیر څخه مننه کوم چې ماته یې په دې پرتمینه غونډه کې د ګډون بلنه راکړه.

او له دې څخه د کاملې خوشحالی اظهار کوم چې یوځل بیا خپل ځان د خپلو دوستانو او همکارانو په منځ کې وینم.

په دې پرتمینه لویه غونډه کې محترمو ګډون کوونکو:

غواړم چې د ملي یووالي د حکومت د رهبرۍ د نیکو هیلو په وسیله یوځل بیا د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړیتوب پرلاسته راوړنه د خپل هېواد پر غوښتنه تاکید وکړم.

داچې زمونږ هېواد د تروریستي بانډونو او ډلو له خوا د تهدید په معرض کې قرار لري له تاسو ټولو څخه پټه نده. د افغانستان دولت او خلک د خپل ټول توان او قدرت او د سوله غوښتونکو ټولنو له همکاری سره ددې تروریستانو پر وړاندې د جنګ او مبارزې په حال کې دی او په دې لټه کې دی چې څرنګه به وکړای شي چې ددې  نړیوال مصیبت جرړې راوباسي او پرې نږدي چې دغه مصیبت د نورو هېوادونو لمنوته خپور شي، او په خاص ډول داچې زمونږ هېواد د شانګهای سازمان له ځینو غړو هېوادونو سره مشترک او طولاني سرحدونه لري.

د مخدره توکو غیر قانوني سوداګري یوبل مصیبت دی چې ددې ډلو په واسطه د ګټې اخیستنې مورد قرار نیسي او له هغو څخه د خپلو جنګي فعالیتونو د تمویل لپاره د وسیلې په توګه ګټه پورته کوي.

په دې صورت سره د افغانستان خلک له افراطیت، تروریسم او د مخدره موادو له نړیوال مافیا سره چې د سولې، آرامښت او د خلکو د سعادت پر وړاندې یې لوی مانع رامنځته کړې او نه پرېږدي د دولت اصلاحي او پراختیایي برنامې پلي شي پروړاندې د مبارزې په لومړي کرښه کې قرار لري.

له دې ننګونو سره سره دولت د خپلو خلکو د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پراختیا او پرمختګ په لاره کې لوی قدمونه پورته کړي چې د خلکو د ژوند په ټولو برخوکې د پام وړ بدلونونه منځ ته راغلي.

د عدليې وزارت وتوانید چې په ۲۰۱۷ کال کې چې لاتراوسه پای ته نه دی رسېدلی، له ۶۲ څخه زیات تقنیني سندونه چې قوانین، تقنیني فرمانونه او تعدیلات په کې شامل دي له پړاوونو څخه تېر او خپور کړي. پردې سربېره دغه وزارت د کنوانسیونونو، موافقه لیکونو او معاهداتو پورې اړوند ۲۲ سندونه بررسي کړي او په رسمي جریده کې یې خپور کړي دي.

په سږني روان کال کې د عدلیې وزارت و توانېد چې په بېلابېلو قوانینو کې درج شوي ټول جزایي احکام چې شمېر یې له ۵۰ قوانینو څخه زیات وو راټول کړي او د جزا د کود په نامه یې په یوه ټولګه کې تدوین او له پړاوونو څخه تېر کړي. د جزا کود چې د بین المللي اصولو او قواعدو په پام کې نیولو سره ترتیب شوی دی پکې د جرم او جزا ترمنځه تناسب په پام کې نیول شوی او د وړاندې ویل شوي حبس پرځای نورې برخې ځای پرځای شوي دي او اصل داسې وضع شوی چې د جرم پر مرتکبینو د درانه مجازاتو د تطبیق پرځای د هغوی د اصلاح او بیا تربیې په لاره کې او له ټولنې سره د هغوی د بیا سازګارولو په برخه کې اغېزمن قدمونه واخیستل شي.

د سږني روان کال په ترڅ کې د اطفالو د حقوقو د ساتنې د قانون طرحه د طفل د کنوانسیون له احکامو سره سم ترتیب او له پړاونو څخه د تېریدلو لپاره وړاندې شوی دی. په همدې ډول د ټاکنو قانون له پړاونو څخه تېر  او خپور شوی دی.

دغه قوانین او تقنیني سندونه یواځې دانه چې په اړوندو برخو کې اړوندې چارې تنظیموي بلکه د حقوقي، سیاسي، اجتماعي او اقتصادي چارو له لحاظه د ټولنې د پراختیا او پرمختیا زمینې برابروي.او پردې برسېره له مدني آزادیو څخه د ګټې اخیستلو ترټولو ښه زمینه برابروي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس تر ریاست لاندې د قانون د حاکمیت او د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسیون تشکیل له هغو اساسي ګامونو څخه دي چې په هېواد کې د سرتاسري فساد د لمنځه وړلو په خاطر د افغانستان اسلامي جمهوري د دولت له خوا اخیستل شوي چې د اجرائیه او قضایي نظام کلیدي مقامات پکې غړیتوب لري.

د عدلي او قضایي اصلاحاتو د کمېسیون تشکیل بل مسؤلانه اقدام دی چې د چټکو اصلاحاتو د راوستلو لپاره په دې ارګان کې رامنځته شوی دی.

د قضائیه قوې د تشکیل په قانون کې د اصلاحاتو راوستل، د نوي جزاء د کود انفاذ او په هغو پورې په نورو اړوندو تقنیني سندونو کې د اصلاحاتو طرحه چې د لندن، بروکسل او په پای کې زمونږ د هېواد په پرمختګ، ارتقاء او پرمختیا کې د شفافیت او د عدالت د تامین په پام کې نیولو سره د بین المللي ټولنې پروړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ددولت د ځواب وینې ضامن دی زمونږ په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات زمینه برابروي.

دغه ګامونه د بحران او بې ثباتی د لمنځه وړلو لپاره ترهغه کچه چې داخلي او افغاني عوامل لري ژور او عمیق اغېز لري. باید ووایو چې تروریزم او افراطیت چې د څو کلونو راهېڅې زمونږ په هېواد کې قرباني اخلي او په افغانستان کې سوله، ثبات او آرامښت د خپل ځای نابودي ګڼي او په هر قیمت چې وي له هغو سره به مقابله وکړي، له همدې نه ښکاري چې په افغانستان کې جنګ دافغانانو داخلي جنګ نه دی او افغانستان د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د تروریستي شبکو د جنایتونو د دوام او د بې ګناه خلکو د قتل، داخلي ګډوالی او بالآخره له هېواد څخه  فرار له ځانه سره لري چې نشو کولای ددې شبکو د فعالیتونو زنجیره یي اړیکې د انسان او ګډوالو د قاچاق له شبکې سره چې له کلونو راهیڅې زمونږ له خلکو څخه قرباني اخلي له پامه وغورځوو. ددې شبکو پروړاندې د مبارزې لاره د ا.ا.ج او د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د ګډو هڅو له لارې پرته آسان ندی.

زه له همدې ځایه له غړو هېوادونو څخه غواړم چې د ا.ا.ج له دولت سره له دې پدیدو سره د جدي مبارزې په خاطر خپله آمادګې ښکاره کړي او زمونږ هېواد له دې څخه چې د انسان او ګډوالو د قاچاق مبدا، د ترانزیت ځای او کله ناکله هم هدف واقع شي قرار ونیسي، خلاصون ورکړي. لدې سره چې دغه مسیر ډېری وختونه له لویو انساني فاجعو څخه خالي نه وي.

ما په تېره غونډه کې هم یادونه وکړه چې جنایتکارې شبکې ډېرۍ له ۱۸ کلونو څخه د کم سنه ماشومانو د دماغي شستشوی او ماهرانه تلقین سره د انتحاري عملیاتو لپاره روزي خوسره لدې که د افغانستان سیاسي زعامت او  قضایي دستګاه هغوی دقضایي رافت له مخې خوشې هم کړي. بیاهم پرته لدې چې خپل حماقت باندې پوه شي او پرې یږدي بیا ددې جرایمو مرتکب کېږي، دداسې یو انساني فاجعې څخه د خلاصون لپاره چې مونږه ټول تهدیدوي، یوځل بیا له دې لوی مجلس څخه د همکاریو غوښتنه کوم ترڅو د دې دماغي شستشو شوو په علاج کې د ا.ا.ج د عدلیې له وزارت سره مرسته وکړي.

په پای کې امیدواریم چې دا لویه غونډه د داسې ملموسو پایلو سره پای ته ورسېږي چې د ګډون کونکو ټولو هېوادونو د خلکو ګټه په کې شتون ولري.

ددې پرتمینې غونډې د ټولو ګډون کونکو د خوښۍ او سعادت په هیله.