د امنیت، ښه حکومت ولۍ او د پایښت لرونکي پرمختیا د موخو د کاري کمېټې دوه یمه غونډه جوړه شوه

۱۳۹۶/۸/۷

د امنیت، ښه حکومت ولۍ او د پایښت لرونکي پرمختیا د موخو د کاري کمېټې دوه یمه غونډه د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د اداري معین ښاغلي سید محمد هاشمي تر ریاست لاندې د عدلیې وزارت په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د امنیت او ښه حکومت ولۍ د دندو د لایحې او د عمل پلان په اړه بحث وشو او فیصله وشوه چې ددې کمېټې د دندو لایحه او د عمل پلان دې په ملي ژبو وژباړل شي او د راتلونکې غونډې له جوړېدو څخه د مخه دې ددې کمېټې د غړو په لاسرسي کې ورکړل شي ترڅو په راتلونکي غونډه کې پرې بحث وشي او د تائید وړ وګرځي.

په دغه غونډه کې د ګډون کونکو څخه غوښتنه وشوه ترڅو ددې کمېټې ددایمي غړو په توګه او په دوامدار صورت سره په غونډو کې ګډون وکړي همدارنګه د اجرائیه کمېټې د همغږي له څانګې څخه وغوښتل شو ترڅو د پایښت لرونکي پرمختیا موخې او کاري موضوعات ددې کمېټې د غړو په اختیار کې ورکړي ترڅو په راتلونکو ناستوکې په کاملې آمدګۍ سره په غونډو کې ګډون وکړي.