د ا.ا.ج د عدلیې وزارت په لومړي ځل د تقنیني ستاژ د لومړۍ دورې د ۲۸ تنو فارغینو د فراغت غونډه جوړه کړه

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ ۲۸ تنو فارغینو د یو کال په ترڅ کې د مسلکي او علمي زدکړو له ترلاسه کولو وروسته نن د عدلیې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تصدیق لیکونه لاسته راوړل.

د عدلیې وزات د تقنیي ستاژ برنامه د تېر کال د غویي په میاشت کې پیل شوه چې د دولتي او خصوصي ادارو او د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د انستیتیوت کارکونکو ته یې د یوه کال په ترڅ کې د قانون جوړونې علمي او مسلکي زدکړې ورکړې.

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د تقنیني ستاژ د رامنځته کولو او موخو په هکله خبرې وکړې وې ویل: متوجه شو چې ډېرۍ هغه مسودې چې د تقنیني سندونو په اړه له نورو بیلابیلو ادارو څخه د عدلیې وزارت ته لېږل کېږي ډېر کمي او کاستي لري. هغه زیاته کړه: د عدلیې وزارت د چارو د آسانولو په خاطر او ددې لپاره چې په ادارو کې داسې کسان وګمارل شي  چې وکولای شي د تقنیني سندونو د برابرولو له عهدې څخه په ښه ډول ووځي او همدارنګه وکولای شي هم له محتوا او هم د کمیت او کیفیت له نظره بشپړ تقنیني سندونه د عدلیې وزارت ته وړاندې کړي، مونږ د تقنیني ستاژ پلان جوړ کړ او موخه مو داوه  چې د تقنیني ستاژ فارغین په ادارو کې مصروف شي او مونږ هم د هغوی د مصروفیت لپاره له نورو ادارو سره په تفاهم همکاري وکړو.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د انستیتیوت لوی رئیس ښاغلي عبدالمجید غني زاده وویل: په دې دوره کې سره لدې چې مشخص تعلیمي نصاب شتون نه درلود خو بیاهم د قانون جوړونې په اړه ۱۵ مضمونونه تدریس شول. هغه وعده وکړه چې په راتلونکو دورو کې به ځانګړې تعلیمي نصاب په پام کې نیسي.

ښاغلي غني زاده او د تقنیني ستاژ فارغینو د عدلیې له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د فارغینو له جملې څخه د لسو تنو د په کار ګمارولو په هکله چې بیکاره دي له نورو ادارو سره په تفاهم همکاري وکړي؛ ځکه دغه ستاژرانو د یوه کال په ترڅ کې د قانون جوړونې علمي او مسلکي بهیر زده کړل.

د عدلیې وزیر ددې دورې فارغینوته د کامیابی آرزو وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د هغوی په دندو له ګمارلو سره د قوانینو د تسوید بهیر لامسلکي شي او د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو له انستیتیوت سره دې  همکاري ولري، دعدلیې وزیر همدارنګه وعده وکړه چې په دولتي ادارو کې ددې کارکونکو د استخدام په منظور به ځینې برنامې ترلاس لاندې نیسي.