د ملګرو ملتونو د شکنجې د منع کمېټې د سپارښتونو د معرفي او لومړیتوب بندي په هکله غونډه جوړه شوه

۱۳۹۶/۸/۳

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د بشر دحقوقو د ساتنې اداره د ملګرو ملتونو د شکنجې د منع کمېټې د سپارښتنو د معرفي او لومړیتوب بندي په هکله غونډه وکړه. چې په دې غونډه کې د اړوندو ادارو او د ملي او بین المللي بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو د سازمان د شکنجې د منع کمېټې  ته خپل دویم رپوټ وړاندې کړ چې د هغو په اړه یې له دې کمېټې څخه ځینې سپارښتنې ترلاسه کړي.

د عدليې وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد قاسم حلیمي د موضوع په هکله خبرې وکړې وې ویل: افغانستان یو اسلامي هېواد او ټولو بین المللي کنوانسیونونو ته ژمن دی. د افغانستان دولت ددغو کنوانسیونونو تطبیق خپله دنده او وجیبه ګڼي او له شکنجې څخه ګټه اخیستنه مردود ګڼي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه: په ادارو کې اوس هم شکنجه شتون لري او مونږه مسئولیت لرو ترڅو په دې برخه کې هڅه وکړو. هغه د ادارو له مسؤولینو څخه وغوښتل چې له محبوسینو سره ښه چلند وکړي ترڅو د هغوی د رایو او چلند د بدلون لامل نه شي.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هغو زندانیانو یادونه وکړه چې د ستونزو او د ځای د نیشتوالي له امله د ملي امنیت او بګرام په زندانونو کې ورځې شپې تیروي او ساتل کېږي. هغه وویل چې دغه زندانیان په څو برخو ویشل شوي دي ترڅو د څرخي پله زندان ته ولېږدول شي. هغه په پای کې د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز ته اشاره وکړه وې ویل مونږه هغوی د محجوز ترنامه لاندې نه ساتو بلکه هغوی د خپلو او لادونو په څېر ګڼو او هڅه کوو ترڅو د ډاکټر او ښوونکي په شمول هغوی ته ټول درسي او نور د هوساینې امکانات د هغوی په واک کې ورکړو  ترڅو په راتلونکي کې ټولنې ته د ګټه رسوونکو افرادو په څېر وړاندې شي. په دغه غونډه کې د یوناما استازي د انترنت له لارې په ژوندی بڼه خبرې وکړې او ددې سپارښتنو د تطبیق په برخه کې یې خپله همکاري اعلام کړه. هغه د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د افغانستان ټول قوانین د کنوانسیونونو او بین المللي معیارونو سره په مطابقت کې آماده کړي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې استازي چې پدې غونډه کې یې ګډون کړی وو، د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو په عالي شوري کې د افغانستان د غړیتوب مبارکي وویل، او زیاته یې کړه: د ملګرو ملتونو د شکنجې د منع کمېټه د افغانستان له دولت څخه د شکنجې د منع د کمېسیون د رپوټ له ترلاسه کولو وروسته  د افغانستان دولت ته ۵۳ سپارښتنې وړاندې کړي. هغه د غه سپارښتنې د حکومت والۍ د ځواکمنتیا لپاره ګټور وبلل او د افغانستان له دولت څخه یې وغوښتل چې د دغو سپارښتنو د تطبیق په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.

په پای کې د عدلیې وزارت د بشر د حقوقو د ملاتړ د څانګې مسؤول عبدالوحید هدایت لاسته راغلي سپارښتنې د غونډې ګډون والوته ولوستل او د کاري ډلو د رامنځته کولو سره یې د ادارو له استازو څخه وغوښتل ترڅو ددې سپارښتنو په لومړیتوب بندیو کې رغنده برخه واخلي.