د ښه حکومتولۍ او د پایداره پرمختیا د موخو د امنیت د کاري کمېټو لومړنۍ ناسته جوړه شوه

۱۳۹۶/۷/۲۶

د ښه حکومتولۍ او د پایداره پرمختیا د موخو د امنیت د کاري کمېټو لومړنۍ ناسته د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د اداري معین ښاغلي سیدمحمد هاشمي تر ریاست لاندې او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

پدې ناسته کې د ښه حکومتولۍ او امنیت د کاري کمېټې د دندو د لایحې پرمخ بحث وشو او فیصله وشوه چې ددې کمېټې د دندو لایحه او د عمل پلان دې په ملي ژبو وژباړل شي او له راتلونکي ناستې څخه د مخه دې ددې کمېټې د غړو په لاسرسۍ کې ورکړل شي ترڅو په راتلونکو ناستو کې پرې خبرې وشي او تائید شي او همدارنګه فیصله وشوه چې ددې کمېټې راتلونکي ناستې به په دوه اونیو کې یوځل تر سره کېږي.

په دغه ناسته کې له ګډون کوونکو څخه وغوښتل شو چې ددې کمېتې ددایمي غړو په عنوان او په دوامداره توګه په ناستو کې ګډون ولري. همدارنګه د همغږي د اجرائیه کمېټې له څانګې څخه غوښتنه وشوه ترڅو د پایداره پرمختیا موخې او کاري موضوعات ددې کمېټې د غړو په لاسرسۍ کې ورکړي ترڅو په راتلونکو ناستوکې له زیاتو آمادګیو سره په غونډه کې ګډون وکړي.