د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د آسیا د بنیاد له لوی رئیس ښاغلي ديوید آرنولد او په افغانستان کې د آسیا بنیاد له رئیس ښاغلي عبدالله احمدزي او ورسره مل هیئت سره ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

۱۳۹۶/۷/۲۴

په پیل کې د عدلیې وزیر د عدلیې وزارت ته د آسیا بنیاد د لوی رئیس راتګ ته ښه راغلاست وویل او د عدالت په تامین او د قانون د حاکمیت په برخه کې یې دهغه له هر اړخیزو هڅو څخه ستاینه او مننه وکړه.

د عدلیې وزیر زیاته کړه: زمونږ د ټولو موخه په هېواد کې د سولې، ثبات، د عدالت تأمین او د قانون حاکمیت دی، مونږ د حقوقي مساعدتونو په برخه ستاسو له مرستو څخه مننه کوو او همدارنګه په پام کې لرو هغو کسانوته چې د حقوقو له پوهنځیو څخه فارغېږي، حقوقي کلینیکونه رامنځته کړو او یا د کاري زدکړو دورې برابرې کړو.

هغه همدارنګه زیاته کړه: زمونږه بله اساسي او مهمه برنامه، د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د انستیتیوت توانمن کول دي، زمونږ د قانون جوړونې انستیتیوت باید مدرن او له لوړو معیارونو سره برابر وي؛ لازمي دی چې زمونږ د قوانینو بیا کتنه وشي او د نافذه اساسي قانون سره سم د نړیوالو ټولنیزو معیارونو سره برابر وي. هغه هیله څرګنده کړه چې پدې برخه کې به د آسیا بنیاد له تجربو او همکاریو څخه هم ګټه پورته کړو.

ښاغلي آرنولد د عدلیې وزارت له برنامو او په خاص ډول د رسمي عدالت او حقوقي مساعدتونو په برخه کې واستایلو او هغه یې جالب وګڼل.

هغه همدارنګه په ۱۸ هېوادونو کې د خپلو تجربو، امکاناتو او توانمنیو څخه خبر ورکړ او وې ویل: همدا اوس د لوړو زدکړو له وزارت سره د حقوقو د محصلینو لپاره د حقوقي کلینیکونو په جوړولو کې همکاري لرو او د خپل توان سره سم به ستاسو سره هم خپل ګډ کارونه زیات کړو. ښاغلي آرنولډ زیاته کړه: مونږه د ریسرچ او د قوانینو په مقایسوي پلټنې او د نورو هېوادونو د قوانینواو تجربې څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې امکانات لرو خو پدې برخه کې لازیاته همکاري په دې پورې تړاو لري چې څومره مالي منابع لاسته راوړو.

په پای کې د عدلیې وزیر یوځل بیا د عدلیې له وزارت سره د آسیا بنیاد له حضور او همکاریو څخه مننه وکړه او د دې همکاریو د لا زیاتېدو غوښتنه یې وکړه.