د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ د دفتر(JSSP) له محترم هیئت سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړ.

۱۳۹۶/۷/۲۲

په دې لیدنه کې دواړه لورو د ظرفیت د لوړولو، د ساده سازۍ او په اجراآتو کې د لازیات دقت لپاره د دیتابیسونو یا اطلاعاتي بانک د رامنځته کولو، د سوداګریز او مدني قضایاوو د ثبت د دفترونو د فعالیتونو د بررسۍ په اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په پای کې د عدلیې وزیر له دې وزارت سره د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ د دفتر(JSSP) د تخیکي همکاریو د دوام غوښنه وکړه.