د ولایاتو د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د آمرینو کنفرانس جوړ شو.

۱۳۹۶/۷/۱۶

دغه کنفرانس د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د مسلکي معین، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین، د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د لوی رئیس، د حقوقي مساعدتونو د لوی رئیس، د همکارو بهرنیو مؤسسو د استازو په ګډون د کابل ولایت د اصلاح په مرکز کې جوړ شو.

په پیل کې د عدلیې وزات مسلکي معین ښاغلي محمد قاسم حلیمي د هغو اطفالو په هکله چې د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې شپې او ورځې تېروي خبرې وکړې وې ویل: دغه اطفال مجرمین ندي او هغوی ته د مجرم خطاب نه کېږي ځکه چې هغوی لا اطفال دي او د ښو او بدو ترمنځ توپیر نه شي کولای، کورنۍ  او په خاص ډول ددې اطفالو مور او پلار دې اطفالو ته د رسیدګۍ او روزنې مسؤلیت پرغاړه لري. هغه همدارنګه وویل: یو له هغو برخو څخه چې په جدي ډول زما د پام لاندې دي، د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکزونه دي.

په ادامه کې د پوهنې وزارت معین د اطفالو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې له همکاریو څخه یادونه وکړه وې ویل: د پوهنې وزارت همیشه د اطفالو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره همکار وو او همکار به وي. او وعده یې وکړه چې د اطفالو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره د مسلکي استادانو د استخدام په برخه، د ښوونیزو صنفونو په آماده کولو او نورو اړوندو مواردو کې به همکاري وکړي. هغه همدارنګه اشاره وکړه چې دې اطفالوته رسیدګي زمونږ اساسي مسؤلیت دی او نهایي کوښښ به وکړو چې خپلو دې مسؤلیتونو ته رسیدګي وکړو.

په پایله کې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو لوی رئیس، د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس او د همکارو مؤسسو رئیسانو خبرې وکړې او د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د تعمیرونو د ودانولو، د اطفالو د ښوونې  او همدارنګه د هغوی دوسیو ته د رسیدګي په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.