د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس د کابل ښار د لومړۍ حوزې د ابتدائیه محکمې له دیوان څخه لیدنه وکړه.

۱۳۹۶/۷/۵

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیسه آغلې عزیزه عدالت خواه او د جي اس اس پي دفتر مشاور له د مخه منظور شوي پلان سره سم د حقوقي مساعدینو له فعالیتونو او کړنو څخه د څارنې په منظور د څلورګونو حوزو محاکموته لاړل او د لومړۍ حوزې د محاکمو له رئیس ښاغلي احمد سعید اشرفي، د عامه امنیت ددیوان له رئیس او د جزایي دیوان له سرپرست سره یې تعارفي ملاقاتونه ترسره کړل.

د حقوقي مساعدتونو لوی رئیسه آغلې عدالت خواه له دې څارنیزې برنامې څخه موخه د حقوقي مساعدتونو د خدمتونو د وړاندې کولو پورې د اړوندو چارو بهبود په ګوته کړه او زیاته یې کړه چې د عدلیې وزارت او د حقوقي مساعدتونو لوی ریاست د اړوندو قوانینو له حکمونو سره سم مصمم دي ترڅو بې وزله مظنونیو او تورنو ته د باکیفیته حقوقي مساعدتونو خدمتونه وړاندې کړي.

د لومړۍ حوزې د ابتدائیه محکمو رئیسان د حقوقي مساعدتونو د لوی ریاست دغه ابتکار وستایلو او د هېواد په حقوقي نظام کې یې د حقوقي مساعدینو له نقش او کړنو څخه ستاینه کړې. او د محاکمو رئیسان هم دحقوقي مساعدتونو د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د بهبود لپاره ځینې ځانګړي وړاندیزونه وکړل.

ددې غونډې په پایله کې لاندې توافقات صورت وموند:

  • د دوسیو د مطالعې او په ټاکلي نېټه کې له خپلو مؤکلینو څخه ددفاع په خاطر په قضایي غونډوکې د ګډون لپاره په ټاکلي موده کې او له توظیف وروسته په محکمه کې د حقوقي مساعدینو حضور.
  • د محاکمو د تحریراتو او  د حقوقي مساعدتونو د لوی ریاست د مسؤلینو ترمنځ د کاري اړیکو پیاوړي کول.
  • د محاکمو او د حقوقي مساعدینو د ریاست ترمنځ د حقوقي مساعد د توظیف لپاره د مکاتیبو په همغږي کولو کې د حقوقي مساعدینو همکاري.
  • د دفاعیو، اعتراضیو او دفع اعتراض په ترتیبولو کې د حقوقي مساعدینو زیاته مسلکي توجه او تمرکز.
  • د ظرفیت د لوړولو په خاطر د حقوقي مساعدینو لپاره د سیمینارونو جوړول.