بهرني اتباع له افغانستان څخه د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي

د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترکیې، هندوستان، چین، فرانسې او د ځینو نورو هېوادونو ۱۰ تنه اتباع له افغانستان څخه د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده، او د افغانستان د تابعیت د ترلاسه کولو د ډېری غوښتونکو دلیل د افغانستان له اتباعو سره واده (ازدواج) دی.

همدارنګه د افغانستان د اتباعو له لوري د تابعیت د پرېښودلو غوښتنې هم مطرح شوي دي، د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ددې هېواد ۵۰۷ تنو د ا.ا.ج دولت ته د تابعیت د پرېښودو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د افغانستان د تابعیت د پرېښودو ډیری غوښتنلیکونه د هغو اتباعو له خوا مطرح کېږي چې د ایران، هالند او اوکراین په هېوادونو کې اوسېږي. ددې غوښتنلیک ورکوونکو ډېری وایي چې د بل هېواد د تابعیت د لاسته راوړلو په منظور لازم دی چې د افغانستان تابعیت پرېږدي؛ ځکه د ځینو هېوادونو قوانین دوه ګونې تابعیت نه مني.