د ا.ا.ج د عدلیې وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد قاسم حلیمي د پرانستې ټولنې د مؤسسې د جنوبي آسیا د برخې له رئیس ښاغلي انتوني ریچر او ورسره مل هیأت سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

۱۳۹۶/۶/۲۲

په دې غونډه کې، دواړو لورو د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ، د حقوقي مساعدتونو او د پرانیستې حکومت والۍ د لارې د نقشې او په خاص ډول د مدني ټولنې پر نقش بحث او لیدلوري شریک کړل.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مطرح شوو موضوع ګانو په هکله هر اړخیز بحث وکړ او مقابل لوري ته یې  په سمه توګه  د چارو د پرمختګ په منظور ګټور معلومات وړاندې کړل.