د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور په افغانستان کې له اطفالو څخه د یونیسف د څاتنې د برخې له رئیسې میرمن تاتاناکولن سره ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

۱۳۹۶/۶/۱۹

په دغه کتنه کې دواړو لورو د کابل ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د ترمیم او د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د اړتیا وړ توکو او لوازمو د برابرولو په هکله بحث او نظرونه سره شریک کړل.

په افغانستان کې له اطفالو څخه د یونیسف د څاتنې د برخې رئیسه میرمن کولن وویل: د هغه توافق پربنسټ چې د عدلیې وزارت او یونیسف ادارې ترمنځ صورت نیولی وو د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د دوو ودانیو د ترمیم کار بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته آماده دي.

 هغې همدارنګه وویل چې د یونیسف ادارې د پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) امریکايي ډالرو په ارزښت د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو او د بګرام د زندان د اړتیا وړ وسایل او اجناس د کابل د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز ته لېږدولي دي.

دغه وسایل او اجناس ۱۰۰ پایې دوه پوړیزه فلزي چپرکټونو، ۲۰۰ تختې اسفنجي توشکونو، ۲۰۰ تختې کمپلونو، ۲۰۰ دانې بالښتونو، ۱۲۵۳ متره فرش او د اصلاح مرکزونو د اړتیاوړ ځینو نورو توکو لره شامل دي.

د عدلیې وزیر له نوموړي وزارت سره د یونیسف ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او لدې وزارت سره د هغوی د لازیاتو مرستو غوښتونکی شو.