په ټول هېواد کې له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو اتباعو ته، حقوقي پوهاوي ورکړل شوه.

کابل ـ سه شنبه د ۱۳۹۶کال د سنبلې ۲۱

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت له مسؤولیتونو څخه یوهم هېواد والوته دحقوقي پوهاوي ورکول دي، پردې اساس دغه وزارت  په ټول هېواد کې د مکاتبو، د ښار د نواحیو او ولسوالیو، مسجدونو، پالنځایونو، دولتي ادارو، د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکزونو، رسنیو، نشریو او جرایدو له لارې حقوقي پوهاوي ورکوي. همدارنګه د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو څخه تر اوسه د ۸ جلدونو په شمېر کې د حقوقي پوهاوي بوکلیتونه ، له ۵۰۰ څخه زیات بروشورونه، پوسترونه، بلبوردونه او ماهنامې خپور شوي دي، دغه پوهاوي ورکونې د ناوړه رسم و رواج ، د طفل حقوقو، د معلولیت لرونکو افرادو د حقوقو، د مظنون او تورن د حقوقو، غصب د قانون او شریعت له نظره، د انسان او ګډوالو اختطاف، د مدني قضایاوو د محاکمې بهیر، د شرع او قانون له نظره د مخدره موادو منع او دداسې نورو مهمو مواردو په هکله ورکړل شو.

ددې پیامونو اخیستونکي، د مکتبونو زدکوونکي، د ګذر وکیلان، د عامه پولیس پرسونل، زندانیان، توقیف شوي، د اصلاح د مرکزونو اطفال او ځایي اوسیدونکي دي.