د ۳۰۴۰ جریبه دولتي ځمکو ، ۲۹۳ ملیونه افغانیو او له ۱۴ ملیونو څخه د زیاتو ډالرو له غصب څخه مخنیوی شوی دی.

د عدلیې وزارت، د قانون پراساس د محاکمو پر وړاندې د دولت له مالي حقونو او قانوني ګټو څخه او په خاصه توګه له ځمکو، منقول او غیر منقولو شتمنیو څخه دفاع کوي.

د یادونې وړده چې ددې وزارت مسلکي غړي د خپلو ورځنيو هڅو په پایله کې توانیدلي چې د ۱۳۹۶ مالي کال د لومړنيو شپږو میاشتو په ترڅ کې د تمیز په پړاو کې ۳۰۴۰ جریبه، ۵۶ بسوې او ۲۵ بسواسې ځمکه، ۲۸۰۶ متر مربع سوداګریزه ځمکه، ۷۶۰۲ متر مربع کرنیزه ځمکه، ۱۸ بابه دوکانونه، ۱۶ دربنده حویلی، ۳ بابه اپارتمانونه، (۲۹۳۲۰۷۸۵۸) (دوه سوه درې نوي زره میلیونه دوه سوه اویازره اته سوه اته پنځوس) افغانۍ،(۱۴۱۷۰۰۹۲) (څوارلس میلیونه یوسلو اویازره دوه نوي) امریکایي ډالره د دولت په ګټه، پای ته ورسوي.

د دولت د قضایاوو د قانون د حکمونو پر اساس، ټولې دولتي ادارې مکلف دي، په هغه صورت کې چې د هغوی منقول او غیر منقول مالونه د اشخاصو او افرادو په واسطه د غیر قانوني تصرف او غصب مورد ګرځېدلې وي، خپل اسناد او مدارک خپل استازي ته معرفي کړي ترڅو په مشترک ډول، له عامه حقونو څخه دفاع وکړو.