د کوچنۍ اختر د رارسیدو له امله د عدلیې وزارت د مبارکي پیغام

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د رهبرۍ د شورا او منسوبینو په استازیتوب،  د کوچنۍ اختر د رارسیدو له امله تاسو محترم حامد کرزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس، د جمهوري ریاست د عالي مقام محترمو مرستیالانو ، د ملي شورا د مجلسینو رئیسانو، قضائیه قوي، لوی څارنوالۍ ، د کابینې محترمو غړو او د افغانستان ټول مسلمان او متدین ملت ته مبارکي وایم ، په افغانستان کې د تل پاتې سولي د ټینګښت، امنیت، یووالي، یوزړه توب، عزت اود افغانستان د ملت د سرلوړۍ په اړه د یادو شویو چارواکو ښې بریاوې د خدای (ج) له دربار څخه غواړم.

 

 

و من الله التوفیق

                څارنپوه حبیب الله "غالب"                
د عدلیی وزیر