د ا.ا.ج د عدلیې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي او اداري معین سید محمد هاشمي په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال ریچارډ اچ رایلي او ورسره مل هیأت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړل.

۱۳۹۶/۵/۲۹

دغه تفاهم لیک په ولایتونوکې د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکزونو لپاره د ۱۰ عرادې هایلکس ډوله موټرونو د مرستې  په منظور، لاسلیک شو.

ښاغلي حلیمې په هغه مجلس کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وویل: په اوسني وخت کې د ۸۰۰ په شمېرکې اطفال د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي، او مونږه دغه  مرکزونه د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو په نامه نومولي دي ځکه که مونږ ورته زندان ویلي وای، ددې اطفالو په روحیه باندې یې منفي اغیزه کوله؛ مونږه ددغو اطفالو د اصلاح او روزنې لپاره کار کوو او هیله لرم چې ټول یوبل ته لاس ورکړو او ددغو ماشومانو راتلونکی روښانه کړو ترڅو په سالم ډول یې ټولنې ته وړاندې کړو. همدارنګه د عدلیې وزارت د مسلکي چارو معین د امریکا متحده ایالتونو له مرستو څخه مننه وکړه او وې ویل: چې ډېر ژر به پخپله په کابل د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو بررسي وکړي.

په همدې حال کې، ښاغلي هاشمي د امریکا د متحده ایالتونو له مرستو څخه مننه وکړه او د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د وضعیت په هکله د معلوماتو له ورکولو په ضمن کې یې د د غو مرکزونو ستونزو ته د رسیدګۍ په منظور لاندې غوښتنې مطرح کړې:

  • د حجز د بدیل په برخه کې باید مرسته صورت ومومي.
  • اړتیا ده چې په ولایتونو کې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ودانۍ جوړې شي.
  • د افغانستان د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو چارواکي د امریکې د متحده ایالتونو له قانون څخه د متخلفو اطفالو د مرکزونو دلیدلو او مطالعې په منظور سفر وکړي یا د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو چارواکو ته له افغانستان سره په همکارو هېوادونو کې د اطفالو د اصلاح د مرکزونو د لیدلو زمینه، برابره شي.

په همدې حالت کې، په کابل کې د امریکې د سفارت مرستیال ښاغلي رایلي له دې غوښتنو څخه هرکلۍ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې له خپلو همکارانو سره به ددې غوښتنو بررسي وکړي. ښاغلي رایلي زیاته کړه چې قلبا د اطفالو د اصلاح له مرکزونو سره مرستې ته تیار دی.

په پایله کې، ددې وزارت د مسلکي چارو معین محمد قاسم حلیمي او مالي او اداري معین سید محمد هاشمي، په کابل کې د امریکې د متحده ایالتونو د سفیر له مرستیال ریچارد اچ رایلي څخه مرسته شوي موټرونه په رسمي ډول تسلیم شول.