د عدلیی وزارت مطبوعاتی اعلامیه

فوري

مطبوعاتي اعلامیه

کابل ۱۳۹۶/۵/۲۲

د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د منع د قانون په اړوند جزایي احکام په خپل حالت کې او مرعی الاجرا دي.

که څه هم د ا.ا.ج د عدلیې وزارت رهبري لدې وړاندې د ښځو د چارو وزارت او مدني ټولنې ته خبر ورکړی چې د جزاء د کود په انفاذ سره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د قانون په اړوند جزایي احکام په خپل حالت کې او مرعی الاجرا دي؛ خو سره لدې بیا هم د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو انستیتوت د لازیات توضیح په منظور اعلاموي چې:

د دولت د رهبرۍ د هدایت پر بنسټ ، د زیات شمېر ښځو د غوښتنو له امله، پرښځو د تاو تریخوالي د منع د قانون جزایي احکام د جزاء له کود څخه حذف شوي او په دې کود کې شامل نه دي. دغه احکام پر ښځو د تاو تریخوالي د منع په قانون کې په خپل حالت کې او مرعی الاجراء دي.