محمد قاسم حلیمي د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه معرفي شو.

۱۳۹۶/۵/۱۵

د ښاغلي حلیمې د معرفي کېدو مراسم د ا.ا.ج د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال جلالتمآب انجینر محمد خان، د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور، د علماوو د سرتاسري شوري د رئیس محترم مولوي قیام الدین کشاف او د دولت د ځینو نورو لوړ رتبه مسؤلینو او مشرانو لخوا ترسره شو.

په پیل کې، د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د ملي یووالي د حکومت له مشرانو څخه مننه وکړه او د غونډې میلمنو ته یې د په خیر راغلاست ویلو سره وویل: چې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت لپاره د حلیمي صاحب ټاکل یو پرځای اقدام دی او هغه ته یې په خپلو دندو کې د بریا هیله وکړه.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال ښاغلي انجینر محمد خان په خپلو خبرو کې د عدلیې وزارت مسؤلیتونو ته اشاره وکړه او حلیمې یې د نوموړي وزارت د مسلکي معینیت لپاره یو وړ او صادق شخص توصیف کړ او د حلیمي لپاره یې د عدلیې وزارت د درنو مسؤلیتونو د پرمخ بیولو په منظور د لاډېرو بریاوو هیله وکړه.

د عدلیې وزارت مالي او اداري معین ښاغلي سید محمد هاشمي، د حلیمي ټاکل ته خیر مقدم وویل او د نوموړي وزارت د مسلکي معین به صفت یې د حلیمي د ټاکلو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام فرمان د غونډې حاضرینوته ولوست، او د مسلکي معین د ژوند لیک په اړه یې هم د غونډې ګډون والوته معلومات وړاندې کړل.

په دوام کې ښاغلي حلیمي خبرې وکړې او د ملي یووالي د حکومت د رهبرانو له اعتماد څخه یې مننه وکړه او وې ویل: په هره اداره کې د کار د ښه ډول  د پرمخ بیولو په خاطر مشوره او همغږي اړینه ده.

د غونډې په پای کې د افغانستان د علماوو د سرتاسري شوري رئیس د حلیمي د وړتیا او هڅو په اړه ډاډ ورکړ او د خیر په دعاسره يې دغه غونډه پای ته ورسوله.

د یادونې وړه ده چې د غونډې له پای ته رسېدو وروسته حلیمې صاحب د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال، عدلیې وزیر، د علماوو د سرتاسري شوري د رئیس  او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو له خوا د مسلکي معینیت دفتر ته رهنمایي شو.