د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور په افغانستان کې د یونیسیف د ماشومانو د ساتنې د برخې له رئیسې مېرمن تاتانا کولن سره ولېدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

۱۳۹۶/۵/۱۱

په دې ناسته کې دواړو خواوو د کابل د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکز د ترمیم، د بګرام له زندان څخه دې مرکز ته د اطفالو د لېږد، د بګرام په زندان او د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونوکې د اطفالو د اړتیا وړ توکو او لوازمو د برابرولو، د محجوزو اطفالو د قضیو د پرمخ بیولو په خاطر حقوقي مساعدتونه او د مدافع وکیل د توظیف او د اطفالو د جامع قانون په اړه خبرې اترې وکړې.

د عدلیې وزیر د اطفالو د جامع قانون په اړه وویل: چې ددې قانون د مسودې د تدقیق کار بشپړ او د ا.ا.ج د کابینې د تائید وړ ګرځېدلی او په رسمي ډول د تصویب لپاره ملي شوري ته استول شوی چې همدا اوس د پارلمان د قانون ګذارۍ په کمېټه کې د کار لاندې دی چې له تصویب او توشېح وروسته به په رسمي جریده کې خپور شي.

د عدلیې وزیر له دې ادارې سره د یونیسف ادارې له همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه او د بګرام د مرکز د اطفالو لپاره د ډاکټرانو او درملو د برابرولو، د کابل د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز ته د هغوی د لېږد او د هغوی د قضیو د پرمخ بیولو په خاطر د مدافع وکیل د نیولو په برخه کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

په پایله کې، د یونیسیف د اطفالو د ساتنې د برخې رئیسې د عدلیې وزارت سره د لازیاتو همکاریو ژمنه وکړه.