د عدلیې وزارت او له دې وزارت سره د همکارو بین المللي بنسټونو او دونرانو ترمنځ د همغږۍ غونډه

۱۳۹۶/۵/۱۰

دغه غونډه د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست لخوا د عدلیې وزارت د ځینو مرکزي رئیسانو او د همکارو بین المللي بنسټونو او دونرانو په ګډون  د بین المللي مرستو د انسجام، همغږي او له دې مرستو څخه د ښې ګټې اخیستنې د څرنګوالي په منظور د کابل په صافي لانډ مارک هوټل کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې، د عدلیې وزارت د بهرني اړیکو د ریاست د موخو او اهمیت په اړه خبرې وشوې او تاکید وشو چې دونران او همکار بنسټونه باید د بهرنیو اړیکو د ریاست له لارې د عدلیې وزارت له ټولو ریاستونو او برخو سره اړیکي ونیسي.

په همدې حال کې، له عدلیې وزارت سره همکار د بین المللي بنسټونو استازو د عدلي او قضایي سکتور په برخه کې د خپلو کاري برخو، لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې اړه یې خبرې اترې وکړې.

په عدلیې وزارت کې د نړیوال بانک د پروژې رئیس ښاغلي عبدالوکیل حنیفي د نړیوال بانک د پروژې د تمدید په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د عدلې وزارت د ودانۍ چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللی. هغه زیاته کړه چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې به د عدلیې وزارت د نوي ودانۍ چارې پای ته ورسېږي.

په دغه غونډه کې، بین المللي بنسټونو او دونرانو سره د عدلیې وزارت ځینې اړتیاوې، طرح او برنامې مطرح شوې ترڅو د هغو د عملي کولو په برخه کې او په دې برخه کې همکاري صورت ونیسي.