د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور په مشری د عدلیې وزارت د رهبري شوري غونډه جوړه شوه

۱۳۹۶/۵/۷

دغه غونډه د عدلیې وزارت د مالي او اداري مرستیال او د نوموړي وزارت د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په ګډون د عدلیې وزیر د کار په دفتر کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې، د بالمقطع کارکوونکو د استخدام، د عدلیې وزارت د اطلاعاتو د بانک د رامنځته کولو، د تفتیش د داخلي ریاست د رپوټونو او د درملنې په منظور د وزارت د کارکوونکو له لوري د مطرح شوو غوښتنو په څېر پر مواردو باندې بحث او خبرې اترې وشوې.

د یادوونې وړده چې د هغو موضوع ګانو په هکله چې د ټولیزو خبرو اړتیا لري، د عدلیې وزارت رهبري غونډه په نوبتي او مداوم ډول جوړېږي.