د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د مخدره توکو سره د مبارزې د نړیوالې ادارې د قانون د حاکمیت او د امریکي د متحده ایالتونو د قانون د تنفیذ د څانګې له رئیسې آغلې جاسلین رافرتي او ددې ادارې د عدلي څانګې له رئیس ښاغلي مارک سیبل سره ولیدل او خ

۱۳۹۶/۲/۲۶

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د عدلیې وزارت سره په مسلکي او اداري برخوکې د لازیاتې همکاری په اړه خبرې وکړې او په مختلفو برخوکې یې له یوبل سره بحث او لیدلوري شریک کړل.

په پایله کې، د مخدره توکو سره د مبارزې د نړیوالي ادارې او د امریکې د متحده ایالتونو د قانون د تنفیذ د څانګې استازی په راتلونکو کلونو کې  د عدلیې وزارت سره ددې ادارې د لازیاتې همکاری وعده ورکړه.