د عدلیې وزارت د مرکزي ریاستونو د ښځینه استازو سره د جندر آمریت د همغږۍ د غونډې جوړېدل

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د جندر آمریت د خپلو هغو فعالیتونو او لاسته راوړنو د وړاندې کولو په موخه چې د روان کال په بهیر کې یې تر سره کړي دي خپل د همغږۍ لومړنۍ غونډه جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د ترسره شوو فعالیتونو د وړاندې کولو سربېره، ددې وزارت د ښځینه کار کوونکو پر وړاندې د پرتو ستونزو په هکله هم بحث وشو او په غونډه کې ګډون کوونکو خپل لید لوري سره شریک کړل.

ګډون کوونکو وړاندیز وکړ چې پدې وزارت کې هر کال باید د مور ورځ ولمانځل شي او د ظرفیت لوړولو په برنامو کې د ښځینه کار کوونکو حضور ته پاملرنه وشي او وړاندیز وشو چې د ښځینه کار کوونکو لپاره د لمونځ د اداء کولو په خاطر یو جلا ځای په پام کې ونیول شي.