د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د جي.آی.زیډ مؤسسې د قانون د حاکمیت له رئیس برند میسر اشمیت سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

۱۳۹۶/۲/۱۷

ښاغلي اشمیت د عدلیې له وزارت سره ددې بنسټ له همکاریو څخه یادونه وکړه وې ویل: د ارزوونو پر اساس د عدلیې وزارت له ریاستونو سره زمونږه همکاري دوام لري او غواړو چې په کابل کې د تقنین او حقوقو له ریاستونو سره همکاري وکړو. هغه همدارنګه هیله وکړه چې د عدلي او قضایي اصلاحاتو د ملي پلان په تطبیق کې هم همکار وي.

ښاغلي اشمیت وویل غواړو چې د حقوقو له ریاست سره د یوې عمومي کړنلارې د جوړولو پرمخ کار وکړو خو تر هغه ځایه چې پوهېږو، د عدالت پروژه هم له دې ریاست سره مرسته کوي، پردې اساس لازم دی چې خپله کاري برخه ځانګړې کړو. هغه همدارنګه وعده وکړه ترڅو د ولایتونو د عدلي ریاستونو او اړوندو آمریتونو سره د لازیاتې همغږۍ او اړیکو د تأمین په منظور کنفرانسونه تمویل کړي او په جوړولو کې یې لازمه همکاري وکړي.

ښاغلي اشمیت زیاته کړه چې په پوهنتونونو کې یې حقوقي کلینیکونه جوړ کړي او ورسره مرسته کوي خو د عدلیې په وزارت کې د کار آموز په ډول د دې کلینیکونو د محصلینو د استخدام په منظور، لازم دی چې د هغوی د جذب زمینه برابره شي.

هغه همدارګه وعده وکړه چې حاضر دي د تقنیني ستاژ له برنامې سره همکاري وکړي او د هغو استادانو معاشونه ورکړي چې ددې ستاژرانو د لازیات مسلکي کولو په برخه کې په مقطعي ډول استخدام شوي دي.

د عدلیې وزیر د جي، آی، زیډ مؤسسې له همکاریوڅخه مننه وکړه  وې ویل: له ولایتونو سره اړیکې خصوصا د حقوقو له ادارو سره ډېرمهم دي او غواړو چې ددې کال له پیل څخه د همغږیو د کنفرانسونو په جوړولو کې د مرکز او ولایتونو له ریاستونو سره همکاري پیل کړو.

هغه همدارنګه زیاته کړه: ډېره اړتیا لرو تر څو په آنلاین ډول د قضایاوو د ثبت په برخه کې له مونږ سره مرسته وکړی ترڅو توانمن اشخاص استخدام کړو.

د عدلیې وزیر وویل: چې ډېر ژربه د تقنیني ستاژ صنفونه شروع کړو او د کابل له پوهنتون څخه به د ښوونې لپاره ځیني استادان په مقطعي ډول استخدام کړو. هغه د جي، آی، زیډ له رئیس څخه وغوښتل چې د تقنین د ستاژرانو د توظیف، د قضایاوو د ثبت لپاره د مشاورینو د استخدام خصوصا د حقوقي قضایاوو او د بلخ د اطفالو د اصلاح  او روزنې په مرکزونو کې د اړینو توکو د ځینو برخو د تأمین په برخه کې د مثال په ډول د اوبو د کویانو او ځینو نورو د اړتیاوړ موادو، په ۲۰۱۸ کال کې د خدمت د ننه تحصیلي بورسونو په واسطه لدې وزارت سره مرسته وکړي.

په پای کې ښاغلي شمیت وویل چې له خپلو همکارانو سره له مشورې وروسته به، د عدلیې وزیر غوښتنې په پام کې ونیسو او له هغوی سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکړو.