د انسان او مهاجرینو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسیون په همغږۍ د هاجر د بین المللي دفتر میاشتنۍ د همغږۍ څلورمه غونډه د عدلیې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

۱۳۹۶/۲/۱۰

دغه غونډه د هغو دولتي او نادولتي بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه چې د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي.

په دغه ناسته کې له زیانمنو څخه د ملاتړ، د ملاتړیزو(حمایوي) مرکزونو د ستونزو او په خاصه توګه د انسان د قاچاق د زیانمنو د ستونزو او ملاتړ په هکله د ښځو چارو وزارت د نقش په برخه کې بحث او د نظر تبادله صورت و موند او د اقتصادي توانمنۍ هغه پروګرامونه چې د زیانمنو لپاره د ملاتړیزو مرکزونو له لوري وړاندې کېږي معرفي شول.

د ښځو چارو وزارت د ملاتړیزو مرکزونو رئیسه ښاغلې نازیه فیضي وویل: همدا اوس دغه وزارت د زیانمنو او د تاوتریخوالي د مختلفو ډولونو د قربانیانو لپاره  د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې  ۲۸ ملاتړیز مرکزونه لري. د هاجر دفتر یواځینی دفتر دی چې په افغانستان کې د انسان د قاچاق د زیانمنو ملاتړ کوي. هغې د نوموړي دفتر د کړنو څخه د قدرداني د ښکاره کولو سره غوښتنه وکړه تر څو خپلو دغو خدمتونو ته ادامه ورکړي او د هېواد په نورو ولایتونو کې یې هم پراخه کړي.

د انسان او مهاجرینو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې  د عالي کمېسیون د سکرتریت مسؤل محمد حسن سلیمي وویل چې د انسان د قاچاق د قربانیانو لپاره د ملاتړیزو مرکزونو نه شتون یوه لویه ننګونه ده، او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې لارښوونه کړې چې د انسان د قاچاق له قربانیانوڅخه باید ملاتړ وشي. هغه وویل چې د ښځو  چارو د وزارت د رپوټ پراساس په مرکز او ولایتونو کې ۲۸ ملاتړیز مرکزونه شتون لري چې یواځې یو ملاتړیز مرکز یې د انسان د قاچاق د قربانیانو لپاره ده او نور ملاتړیز مرکزونه پر ښځو د تاوتریخوالي له قربانیانو څخه ملاتړ کوي، د انسان د قاچاق د آمارو او شمېر په نسبت، د انسان د قاچاق د قربانیانو ملاتړیز مرکزونه لږ دي او باید په دې برخه کې لازمه پاملرنه صورت ومومي ترڅو د انسان د قاچاق د قربانیانو ستونزوته رسیدګي وشي.

د غونډې په پای کې ګډون کوونکو د زیانمنو او په خاص ډول د انسان د قاچاق زیانمنوته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.