د بلخ ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز پرانیستل شو

۱۳۹۶/۲/۲

د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور او ورسره مل هیأت د بلخ ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د پرانیستلو او په دغه ولایت کې د عدلیې وزارت د چارو د بررسي په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

 د سفر په  پیل کې د عدلیې وزیر لومړی د بلخ ولایت له والي ښاغلي عطامحمد نور سره د هېواد د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې او د هغه زړه بوګنونګې پېښې په هکله چې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې پېښه شوه او زمونږ د هېواد د رېښتینو بچیانو د شهادت او ټپي کېدو لامل شو هغه ته تعزیت وړاندې کړ او له الله (ج) څخه یې د دې پیښې شهیدانو ته د جنت ټپیانو ته د عاجل شفا او د شهیدانو کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزیر په داسې حال کې چې د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان او د بلخ والي هم شتون درلود، د بلخ ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز چې د عدلیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه  نوی جوړ شوی دی د پټی په پری کولو سره پرانیست. په دې مراسموکې د بلخ ولایت عدلیه رئیس میلمنوته د هرکلي په ویلو سره یې د عدلیې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو په هکله  راغلي هیأت ته معلومات وړاندې کړل.

د بلخ  والي هم په خپل وار سره د نوموړي ولایت د عدلیې د ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه قدرداني وکړه او د بلخ ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د پرانیستلو له امله یې هغوی ته مبارکي ورکړه.

د عدلیې وزیر ددې وزارت کارکوونکي خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل او د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز په هکله یې چې په استندر ډول جوړ شوی دی د بلخ والي او د نوموړي ادارې کار کوونکوته مبارک وویل او دغه پرانیسته یې د هېواد د اطفالو د خدمت په لاره کې یو مهم ګام وباله امید یې وکړ چې له دې ودانی څخه په ګټې اخیستنې سره، اطفال په ښه توګه وساتل شي او ورته سمه روزنه ورکړل شي، هغه همدارنګه د بلخ ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي آمریتونو، د دولت قضایاوو، د اطفالو د اصلاح او روزنې له مرکز او حقوقي مساعدتونو د برخو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو تر پخوا لازیات خپلو مسؤلیتونو ته پام وکړي او خپلې دندې په شفاف او صادقانه ډول ترسره کړي. د عدلیې وزیر همدارنګه د عدلیې ریاست له نوي ودانی څخه چې تر کار لاندې دی لیدنه وکړه او د نوموړي ودانی د کار د لازیات چټکولو لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازمه لارښوونه وکړه.

همدارنګه د عدلیې وزیر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال او مل هیأت سره د یکشنبې ورځې له غرمې وروسته ۲۰۹ شاهین قول اردو ته لاړل او د جمعې د ورځې د خونړی پېښې د ټپیانو له لیدلو سره یې هغوی ته د کامل صحت دعا وکړه او ددغې پېښې د شهیدانو روح ته یې دعاوکړه.

په دغه سفر کې د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز لوی رئیس صدیق صدیقي، د پلان او پالیسی رئیس شاه ولي عطایي، نایف ریاضت د بهرنیو اړیکو د ریاست سرپرست او د عدلیې وزارت مشاور ښاغلي عثماني د عدلیې له وزیر سره ملتیا کوله.