د هرات ولایت ته د عدلیې وزیر او ورسره د مل هیأت سفر

د ا.ا.ج د عدلیې وزیر او ورسره مل هیأت د یو سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د عدلیې له ریاست او اړوندو برخو څخه لیدنه وکړه.

په دغه سفر کې د عدلیې وزیر د هرات ولایت له والي، د محاکمو او څارنوالیو له رئیسانو، د مدني ټولنو له استازو او سپین ږېرو سره خبرې اترې وکړې او د هرات ولایت د حقوقو له پوهنځي څخه یې هم لیدنه وکړه.

د عدلیې وزیر همدارنګه د هرات ولایت د عدلیې ریاست د حقوقو، دولت د قضایاوو، د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د ادارو اجراآت ترڅېړنې لاندې ونیول. د عدلیې ریاست او اړوندې ادارې د خپلو کړنو، فعالیتونو او د شته فرصتونو په هکله د عدلیې وزیرته معلومات ورکړل او په خپلو ادارو کې یې د شته ستونزو یادونه هم وکړه.

په دې سفر کې د عدلیې له وزیر سره د عدلیې وزارت ستر سلاکار محمد اشرف رسولي، د بهرنیو اړیکو د ریاست سرپرست نایف ریاضت، د عامه اړیکو او خپرونو ریاست رئیس قانونمل محمد رحیم دقیق، د حقوقو د لوی ریاست سرپرست، د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو لوی رئیس صدیق صدیقي او نورو ملتیا کوله.