د عدلیې وزارت د رهبري شوري غونډه د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور تر ریاست جوړه شوه

۱۳۹۶/۱/۲۷

له اجندا سره سم د غونډې په پیل کې د هغو عرفی سند لرونکو جایدادونو په اړه چې د معاملاتو د لارښوونو ترتضمین لاندې نیول کېږي له پېرلو، پېرېدلو او په ګرو له اخیستلو څخه د مخنیوي په موخه د شخص په خپل لګښت په تلویزیون او د وزارت په سایټ کې اعلان ته د ورکولو په اړه د انسجام ریاست پر وړاندیز بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې ددې مشکل د حل لپاره، د انسجام رئیس او د دولت د قضایاوو لوی رئیس  د عدلیې وزارت د مقام د ستر سلاکار قانون پوه محمد اشرف رسولي تر نظر لاندې له لازم دقت وروسته ددې ستونزې لپاره قانوني او مناسب د حل لاره ولټوي.همدارنګه د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو د څېړنې هغه کړنلاره چې د انسجام ریاست لخوا وړاندیز او د قانون جوړونې د چارو د انستیتیوت د لوی ریاست د تائید مورد ګرځیدلی وو، تصویب شو او د انسجام ریاست ته لارښوونه وشوه چې وخت په وخت د معاملاتو د لارښوونې د قانون له حکمونو او ددې کړنلارې سره سم د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو فعالیت و څېړي.

د کابل د حقوقو په ریاست کې د شته ستونزو په هکله د تفتیش  داخلي ریاست رپوټ هم تر څېړنې لاندې ونیول شو او له دې حالت څخه د راوتلو په هکله تصمیم ونیول شو چې د اداري مرستیال تر نظر لاندې د تفتیش رئیس، د حقوقو لوی رئیس او د وزارت د مقام ستر سلاکار ښاغلي سادات د دقیق او هر اړخیزو څېړنو له تر سره کولو وروسته په دې هکله مقتضي تصمیم ونیسي. او همدارنګه په کال ۱۳۹۵کې د سیاسي ګوندونو او د هغوی د ولایتي دفترونو د ارزونې بهیر د غور لاندې ونیول شو او تصمیم ونیول شو چې د جمهوري ریاست د مقام او د ا.ا.ج د کابینې د لارښوونو له لاسته راوړلو وروسته په ځینو چارو کې د اصلاحاتو د راوستلو په منظور له سیاسي ګوندونو سره سیمینار جوړشي او د هغوی په کاري بهیر کې د سمونونو د راوستلو لپاره د هېواد د سیاسي ګوندونو سره د ځېنو ستونزو په هکله خبرې وشي.

د غونډې په دوام کې د بهرنیو اړیکو ریاست چې ددې وزارت د ۱۳۹۶ کال په تشکیل کې نوی جوړ شوی دی ددې ریاست پورې د اړوندو چارو د تنظیم او د بنجشیر ولایت د عدلیې ریاست د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د آمریت  ستونزې تر بحث لاندې ونیول شو او اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې او په پای کې د عدلیې وزیر د هرات ولایت ته د خپل سفر او د نوموړي ولایت د عدلیې له ریاست څخه د لیدنې د رپوت په هکله د غونډې ګډونوالوته معلومات ورکړل او د خپل سفر پایلې یې د قناعت و ارزولو.