د افغانستان د حقوقي مساعدینو او مدافع وکیلانو شبکه، ددې شبکې د لاسته رواړنو د معرفي کولو او وړاندې کولو او د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو تر منځ د همغږۍ د رامنځته کولو په منظور کنفرانس جوړ کړ.

 دوشنبه ۷/۱/۱۳۹۶

د افغانستان د حقوقي مساعدینو او مدافع وکیلانو د شبکې غړې او د افغانستان د مدیکا مؤسسې استازی میرمن حوریه عبیدي، ددې غونډې ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل او ددې شبکې غړي یې معرفي کړل.

همدارنګه، د ا.ا.ج  د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس اسدالله وحدت د حقوقي مساعدتونو د بنسټونو ترمنځ د همغږيو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د نوموړو بنسټونو ترمنځ یې پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن استازي ښاغلي فرارون د مدافع وکیلانو او حقوقي مساعدینو له ستونزو او ننګونو څخه یادوونه وکړه او ددې ستونزو د لیرې کولو غوښتونکی شو. د محابسو او توقیف خونو دلوی رئیس مرستیال جنرال فصیحي هم د محابسو او توقیف خونو د لوی ریاست له ستونزو څخه یادوونه وکړه او د افغانستان د حقوقی مساعدینو  او مدافع وکیلانو د شبکې او له نوموړي شبکې څخه د ملاتړ په هکله یې د تېرې غونډې قطع لیک ولوست. او د مدافع وکیلانو او حقوقی مساعدینو د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکاری وعده وکړه.

په دوام کې د کابل ولایت د استیناف محاکمو لوی رئیس قضاوتوال معراج الدین حامدي او د لوی څارنوالی د ادارې د سلب آزادي پرځایونو د څار رئیس څارنپال سرباز هم د محکمې له غونډې پنځه ورځې وړاندې  مدافع وکیلانو  ته د پوهاوي ورکولو او د تحقیق په پړاو کې د مدافع وکیل د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

په پای کې د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو آمر شاهد آریا د افغانستان د حقوقي مساعدینو او مدافع وکیلانو د لاسته راوړنو رپوټ وړاندې کړ.