د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د بین المللي بنسټ د قانون د حاکمیت د برخې له لوړ پوړې هیئت سره ولیدل.

شنبه ۵/۱/۱۳۹۶

د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د بین المللي بنسټ د قانون د حاکمیت د برخې له لوړ پوړې هیئت سره ولیدل.

دغه لیدنه د عدلیې وزارت د کاري کرښو او اړتیاوو سره په تفاهم ددې بنسټ د دریوو کلونو د کاري پلان د برابرولو په منظور صورت وموند. په دغه لیدنه کې د عدلیې وزیر، د  (GIZ) د نړیوال بنسټ د قانون د حاکمیت د څانګې له کړنو څخه په کلي ډول او د عدلیې وزارت د مسلکي کار کوونکو د علمي کچې د لوړولو په برخه کې په ځانګړي ډول مننه وکړه.