د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور او « سمارت سیستم » مؤسسې د رئیس عبیدالله ابراهیمي له خوا د اتباعو د اسنادو د تصدیق په بهیر کې د آسانتیاوو د راوستلو تفاهم لیک لاسلیک شو.

ددې تفاهم لیک پر بنسټ به د « سمارټ سیستم » مؤسسه ټول هغه اسناد چې د تائیدي د مهر یا د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو د ادارې تصدیق ته اړتیا لري راټولوي او له پړاوونو څخه به یې تېروي.

د دولت د قضایاوو ادارې ته د لرو پرتو ولایتونو د اتباعو نه لاسرسي یو اساسي مشکل دی؛ دغه تفاهم لیک به له اتباعو سره مرسته وکړي چې د هغوی اسناد په ډاډمن ډول، په مناسب وخت کې او له لږ لګښت (۳۰۰ افغانی) سره تصدیق شي.

د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور وایي: هره ورځ په سلګونو تنه خپلو سندونو ته د تائیدي مهر د اخیستلو لپاره د عدلیې وزارت د سندونو د تصدیق څانګې ته مراجعه کوي چه دغه ګڼه ګوڼه عدلیې وزارت او اتباعوته ستونزه راولاړوي. اوس مونږ ددې مشکل د حل لپاره د خصوصي سکتور سره دغه تفاهم لیک لاسلیک کوو ترڅو له یوه اړخه د ګڼې ګوڼې او له بله اړخه د خلکو د سرګردانی مخه ونیول شي.

د عدلیې وزیر وایي: دغه تفاهم لیک د درېوو میاشتو لپاره په آزمایښتي ډول لاسلیک شوی او که چېرې دغه بهیر د قناعت وړ، ډاډمن او اغیزمن وو دغه تفاهم لیک به د یوه کال لپاره تمدید کړو.