اندونیزیا هېواد ته د افغاني هیئت د سفر رپوټ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو کاري ورځو له پیل څخه یې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د افغانستان د خلکو او دولت پر وړاندې یوه لویه ننګونه تشخیص کړې او ددې بدې پدیدې پر وړاندې یې د مبارزې په خاطر مختلف تدبیرونه ترلاس لاندې نیولي دي.

د جمهور رئیس تر ریاست لاندې د لوړو دولتي مقاماتو؛ د جمهور رئیس ددویم مرستیال، د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوالی، د عدلیې، مالیې اوکورنيو چارو وزارتونو، ملي امنیت لوی رئیس او نورو دولتي مقاماتو په ګډون د قانون د حاکمیت او د فساد پروړاندې د مبارزې د شوري جوړول.د لوی څارنوال تر څارنې لاندې د عدلي او قضایي مرکز جوړول چې په کې د لویو جرمونو پروړاندې د مبارزې پولیس، ابتدائیه او استیناف څارنوالی او ابتدائیه او استیناف محکمې شتون لري او عمدتا هغه قضایاوې بررسي، تحقیق، تعقیب او ورته رسیدګي کوي چې د جمهوري ریاست د محترم مقام د فرمان د حکمونو او د سترې محکمې له مصوبې سره سم په مشخص ډول د اداري فساد په اړه جوړې شوې دي.

او همدارنګه په افغانستان کې مقیم د هغو داخلي او خارجي مراجعو د اجراآتو او فعالیتونو د بررسي او څارنې په خاطر چې د نړیوالې ټولنې په مرستو تمویلېږي، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ګډ کمېسیون د خپلواکی په اړه د فرمان صادرول. او د ادارو او عدلي او قضایي بنسټونو د بیا رغاونې په اړه نور اقدامات او په هغو کې د اصلاحاتو راوستل یې ترلاس لاندې نیولي چې لله الحمد د پام وړ پایلې یې لرلي او له همدې امله د نړیوالې ټولنې په کلني رپوت کې افغانستان پنځه قدمه پرمختګ کړی.

د افغانستان هیئت چې د جمهوري ریاست، عدلیې وزارت، سترې محکمې، لوی څارنوالی، بهرنیو چارو وزارت، د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د استراتیژی له تطبیق څخه د څار د عالي ادارې، علماوو شوري، مدني ټولنې او د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسیون له استازو څخه جوړه شوې وه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د وزیر ښاغلي ډاکټر عبدالبصیر انور تر ریاست لاندې د اندونیزیا د اداري فساد د لمنځه وړلو د ادارې په بلنه د روان کال د مارچ د میاشتې په ۸-۹ نېټه د نوموړي هېواد په پلازمېنه جاکرتا کې د اداري فساد د لمنځه وړلو د کمېسیون له غړو سره لېده کاته وکړل، د شته ننګونو په اړه د لید لورو د شریکولو په خواکې هڅه وشوه ترڅو د اندونیزیا د فساد د لمنځه وړلو د کمېسیون له تجربو څخه چې د خاص مدل خاوند دی او د نوموړي هېواد په خلکوکې خپل ځای لري او د احترام او مننې وړ ګرځېدلی، ګټه واخیستل شي. دغه هیئت د اندونیزیا د فساد د لمنځه وړلو د ادارې د مختلوفو برخو له عملي اجراآتو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او هغه مسایل چې په افغانستان کې عملي او تطبیقي اړخ لري د دوست هېواد اندونیزیا د تجربو په څېر یې یادداشت کړل.

 د بیلا بیلو غونډو په ترڅ کې وعده وشوه چې د نوموړي هېواد کمېسیون به خپلې تجربې او نظري مسایل لکه قوانین او مقررات او نور داسې خپرونې وخت په وخت له افغان لوري سره شریکوي.

بله  ناسته چې افغاني هیئت د عدليې وزیر په سرپرستی په دغه لنډ سفرکې  درلود د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت او د دوست هېواد اندونیزیا د عدلیې وزارت ترمنځ د همکاریو په اړه وه چې د همکاریو موارد مشخص شول او د اندونیز د عدلیې وزارت مقام په مختلفو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ. لدې امله چې په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر په دغو ټولو غونډو کې شتون درلود فیصله وشوه چې دغه ټولې همکاری په اندونیزیا کې د افغانستان د سفارت له لارې د بهرنیو چارو له وزارت سره ترتیب او تنظیم شي.