د ۱۳۹۶هـ .ش کال د رارسېدو په مناسبت د عدلیې وزارت د مبارکۍ پیغام

د بخښونکي او مهربان څښتن تعالی په سپيڅلي نامه

د ۱۳۹۶هـ .ش کال د رارسېدو په مناسبت د عدلیې وزارت د مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د مشرتابه پلاوي او منسوبینو په استازیتوب د ۱۳۹۶ هـ. ش نوي کال او پسرلي د رارسېدو په مناسبت جلالتمآبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د عالي مقامونو مرستیالان، د ملي شوري د مجلسینو رئیسان، د قضائیه قوې محترم رئیس او غړو، لوی څارنوال، دکابینې محترمو غړو او د افغانستان ټول مسلمان او شهید پاله ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم، د لوی خدای (ج ) له درباره څخه دوی ته د سولې د ټیګښت، امنیت، یووالي او یوموټیتوب، د افغانستان د خلکو د عزت او سرلوړۍ په برخه کې د لازیاتو بریاوو هیله  کوم.

ومن الله التوفیق

ډاکټر عبدالبصیر " انور"

دعدلیې وزیر