د ښځو نړیواله ورځ (د مارچ ۸) د عدلیې په وزارت کې ولمانځل شوه

۱۷/۱۲/۱۳۹۵

په هغه غونډه کې چې د عدلیې وزارت د جندر آمریت له خوا د نوموړي وزارت  د کنفرانسونو په تالارکې جوړه شوې وه، د ښځو چارو وزارت د ښځو د حقوقو رئیسه، د (GIZ) مؤسسې محترم استازی، میلمنو او د وزارت یوشمېرکارکوونکو پکې ګډون کړی وو.

د عدلیې وزارت په استازیتوب د نوموړي وزارت د پلان او پالیسي رئیس ښوونوال شاه ولي عطایی د غونډې ګډون کوونکوته د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وویل او په اسلام کې یې د ښځو د منزلت په هکله خبرې وکړې. هغه همدارنګه د غونډې ګډونوالوته د مبارکی هغه پیام هم ولوست چې په همدې مناسبت یې ترتیب کړی وو.

د ښځو چارو د وزارت د ښځو د حقوقو  رئیسه میرمن عزیزه عدالتخواه هم په خپل وار سره ښځوته د اتم د مارچ (د ښځو د همبستګی ورځ) مبارکي وړاندې کړه او د اتم د مارچ په هکله یې د ښځو چارو د وزارت د وزېرې حاجیې دلبر نظري د مبارکی پیام ولوسته.

په پای کې د (GIZ) مؤسسې استازي میرمن کاترین د ښځو نړیواله ورځ (اتم د مارچ ) د نړی او افغانستان ښځوته مبارکي وویله او د هغو خپرونو په هکله چې په کال ۲۰۱۷ کې د اتم د مارچ په مناسبت او د ښځو د لاپیاوړتیا په خاطر به پرې کار وشي خبرې وکړې.