د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د عدلیې په وزارت ولمانځل شوه.

۹/۱۲/۱۳۹۵

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.

د عدليې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرښندنو او مېړانې څخه قدرداني وکړه او وې ویل: ددې ورځې لمانځل د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او مېړانې لمانځل دي هغه ځواکونه چې د هېواد د خپلواکی، ملي حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا په لاره کې په ډېره مېړانه خدمت کوي او خپل خواږه نفسونه پدې لاره کې قربانوي.

د عدليې وزارت اداري مرستیال د عسکري مکلفیت موضوع مهمه وبلله وې ویل: په تېرو وختونو کې کله  چې د ملي پوځ بنسټ کېښودل شو مونږ ددې موضوع شاهدان وو او زمونږ امنیتي او د فاعي ځواکونه په سیمه کې له مهمو او پیاوړو ځواکونو څخه شمېرل کېده خو متاسفانه چې د هېواد د ناسمو او کړکیچنو حالتونو په دلیل زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ټوټې ټوټې شو. اوس هم د ملي اردو د بیا جوړونې په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستل شوي او زمونږ وسله وال پوځ اوس هم یو پیاوړی ځواک دی او مونږ پرې ویاړو ځکه زمونږ له ملي نوامیسو څخه دفاع کوي. خوکله چې د عسکري مکلفیت بحث کوو باید له هرې یوې کورنی څخه مو په وسله وال پوځ کې یوتن شتون ولري زمونږ وړاندیز هم همدادی چې پدې هکله باید جدي پاملرنه وشي.

د غونډې په پای کې د عدلیې وزارت مرستیال د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې د خپل هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کامیابی لپاره د دعالاسونه پورته کړي او له هغوی نه معنوي ملاتړ وکړي. همدارنګه هغه د افغانستان له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو او د شهیدانو له کورنیو سره دې د مرستې په برخه کې خپل ملي او دیني دین اداکړي.