د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د رسنیو له ځینو لوړ پوړو مسؤلینو او استازو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

دغه لیدنه له رسنیو سره د لازیاتې همغږۍ د څرنګوالي، د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې د قانوني محدودیتونو د توضیح او د اطلاع ورکولو د برخې بهیر ته د ښه والي او چټکتیا ورکولو په منظور د وړاندیزونو او لید لورو د وړاندې کولو په منظور صورت موندلی وو.

په دغه کتنه کې، د عدلیې وزیر د قوانینو د تسوید او تدقیق په برخه کې ، بشري سرچینو، د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو، د ټولنو او سیاسي حزبونو د ثبت، له قانون څخه د متخلفو اطفالو د اصلاح او روزنې، د دولت له جایدادونو څخه د دفاع، د افرادو له مدني حقوقو څخه د دفاع، حقوقي پوهاوي ورکول او په تېره بیا پر ښځو له تاوتریخوالي څخه د مخنیوي په منظور د عدلیې وزارت د مهمو او کلي لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او په ضمن کې یې د شته ننګونو او د هغو د حل لپاره د رسنیو په نقش هم بحث وکړ.

په دغه ناسته کې، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون او د عدلیې وزارت د اطلاعاتو د تفکیک طرزالعمل ته په پام سره له رسنیو سره د همکاری د کچې د لوړولو په برخه کې هم دواړو لورو خپل نظرونه وړاندې کړل.