د دولت د قضایاوو د لوی ریاست او نورو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

۲۰/۱۱/۱۳۹۵

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د قضایاوو د لوی ریاست او نورو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه د دولت د قضایاوو د لوی رئیس میر محمد انور سادات تر ریاست لاندې جوړه شوه.

ددې غونډې په پیل کې پر هغو تصمیمونو، وړاندیزونو او لیدلورو بیاکتنه وشوه چې په تیره غونډه کې د بحث لاندې نیول شوي وو او همدارنګه د دولت د قضایاوو لوی ریاست د خپلو لاسته راوړنو لنډ رپوت د غونډې ګډون کوونکو ته وړاندې کړ، د غونډې په دوام کې د دولت د قضایاوو لوی ریاست  ته د رارسیدلي دوسیو د اجراآتو او د رسیدګی د څرنګوالي په اړه بحث وشو.

په دغه غونډه کې د وزارتونو او اړوندو ادارو څخه غوښتنه وشوه چې د غونډې د تصمیمونو په هکله خپلو اړوندو ادارو ته خبر ورکړي او پایلی ېی په راتلونکې غونډه کې مطرح کړي. همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور او ماليې  له وزاتونو څخه غوښتنه وشوه ترڅو د ملکیت د تبدیلي، له ملکیت څخه دفاع او قضایاوو ته د رسیدګي د څرنګوالي په برخه کې خپل استازی د دولت د قضایاوو لوی ریاست ته راولېږي او د خپلو اجراآتو له څرنګوالي څخه په راتلونکي غونډه کې رپوټ وړاندې کړي.

که چېرې ادارې د هغو موضوع ګانو په هکله چې ددولت د قضایاوو په لوی ریاست کې د څېړنې لاندې دي د اجراآتو له څرنګوالی څخه شکایت لري، غوره به وي چې استازی  يې د قضایاوو لوی ریاست ته مراجعه وکړي تر څو شته ستونزه د دوسیو په ملاحظې سره په لنډ ممکن وخت کې لرې شي.

د غونډې په پای کې فیصله وشوه چې دغه غونډې باید په دوام دار ډول او په ټاکلي وخت د اړوندو ادارو د هغو باصلاحیته او مسلکي استازو په ګډون چې د موضوع ګانو په هکله پوره معلومات ولري تر سره شي او د غونډې له پایلو څخه خپل لومړی درجې مسؤلینوته رپوټ ورکړي ترڅو په دغه برخه کې د هغوی همکاري جلب شي.