د عدلیې وزارت د حقوقي خدمتونو تلیفوني مرکز له ۱۸۸ شمېرې سره په کار پیل وکړ.

د عدلیې وزارت د حقوقي خدمتونو تلیفوني مرکز(Call Center) وطنوالو ته د حقوقي مشورو د وړاندې کولو په منظور د (۱۸۸) شمېرې په در لودلو سره په کار پیل وکړ. دغه مرکز د شنبې په ورځ د ۱۶/۱۱/۱۳۹۵ نېټه په هغو خاصو مراسموکې چې د عدلیې وزارت د اداري مرستیال سید محمد هاشمي په واسطه د پټی په پرې کولو سره نیول شوی وو پرانیستل شو او په کار يې پیل وکړ.

د عدلیې وزارت اداري مرستیال ددې مرکز د پرانیستې په غونډه کې وویل: د عدلیې وزارت له مهمو دندو څخه یو هم وطنوالو ته د حقوقي پوهاوي ورکول دي. په همدې لحاظ د ۲۰۰۱ کال راهیسي کله چې د عدلیې وزارت په کار پیل وکړ، وطنوالو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو په برخه کې په مرکز او ولایتونو کې خپرونې وې او اوس هم جریان لري.

هغه زیاته کړه چې نن مونږ ته یوه مهمه ورځ ده ځکه نن وطنوالوته د حقوقي پوهاوي ورکونې یوه بله خپرونه پیلوو چې د حقوقي پوهاوي ورکونې تلیفوني خدمتونه دي. دغه خپرونه د یومیلیون او ۵۰۰ سوه زره افغانیو په لګښت چې د ( عدلي او قضایي ملي خپرونو) د پروژې په مرسته چې د نړیوال بانک له لارې تمویلېږي، په فعالیت پیل وکړ او څلورتنه ( دوه نارینه او دوه ښځینه) په دې  مرکز کې د حقوقي مشورو د وړاندې کولو په منظور کار کوي.

د عدلیې وزارت اداري مرستیال ددې خپرونې تداوم ډیر مهم وبللو او د کورني همکارانو او بهرني نړیوالو مؤسسو څخه یې غوښتنه وکړه چې ددې خپرونې د تداوم په برخه کې د عدلیې له وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.

د عدلیې وزارت لوی مشاور محمد اشرف" رسولي" هم پدې هکله خبرې وکړې او وې ویل: چې د عدلیې وزارت له مهمو دندو څخه یوهم وطنوالوته د حقوقي پوهاوي ورکول دي. او په هره اندازه چې مونږ یو ښه او ګټور قانون جوړ کړو خوتر هغه وخته چې د تطبیق چاپېریال یې نه وي برابر شوی دغه قانون به هیڅ ګټه ونلري. هغه زیاته کړه چې  حقوقي پوهاوي ورکونه به د قانون د تطبیق لپاره ښه زمینه برابره کړي او که دغه خپرونه د تلیفون له لارې په کار واچوو پدې معنی دی چې ټول هغه خلک چې د تلیفون خدمتونو ته لاسرسی لري د حقوقي پوهاوي له خدمتونو څخه به په سمه توګه ګټه پورته کړي.

د حقوقي پوهاوي ورکوونې تلیفوني مرکز په رسمي ورځوکې د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې په جزایي ـ مدني ـ او فامیلي قضایاوو کې به وطنوالو ته په وړیا ډول حقوقي مشورې ورکوي.

په پای کې د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس اسدالله وحدت ددې ریاست له مکلفیتونو او مسؤلیتونو څخه یادوونه وکړه او ددې ریاست د کړنو په هکله یې ګډون والو ته معلومات ورکړل.