عدلیې وزیر د یونیسیف له عمومي رئیس سره وکتل

د ۱۳۹۵ د مرغومی ۲۷

د ا.ا.ج د عدلیې وزیر داکتر عبدالبصیر انور د یونیسیف د بین المللي بنسټ له عمومي رئیسې عادله خدیر، له اطفالو څخه د ساتنې د برخې مسوْلین آغلې سودا مورال او ښاغلي هاشمي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړی.

په دې لېدنه کې دواړو اړخونو د کابل د بادام باغ د ښځينه زندان د جوړولو(ترمیم) او د هغه بدلول د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکز باندې، دې مرکز ته د بګرام له زندان څخه د زنداني اطفالو د لېږد په منظور، د محجوزو اطفالو لپاره حقوقي مرستې(مساعدتونه) د هغوی د قضیو د پرمخ بېولو لپاره او د اطفالو د جامع قانون په اړه، بحث او خبرې او اترې وکړی.

یونیسیف د بادام باغ د ښځینه  زندان د ترمیم مسوْلیت د هغه بدلول د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکز باندې، پر غاړه واخیست.

د عدلیې وزیر د اطفالو د جامع قانون په هکله وویل چې ددې قانون د مسودې د تدقیق کار په عدلیې وزارت کې بشپړ شوی او د تائید په غرض د وزیرانو شوري د قوانینو کمېټې ته استول شوی دی.

په پای کې د یونیسیف عمومي رئیس ژمنه وکړه چې حقوقي مساعدتونو ته به هم د اطفالو د لاسرسۍ زمینه برابره کړي.