د عدلي او قضایي نظام د اصلاحاتو په غونډه کې د عدلیې وزیر د وینا متن

تر ټولو د مخه ښاغلي معین صاحب، د عدليې وزارت داخلي رئیسانو، په ولایتونو کې د عدلیې وزارت رئیسانو، د افغانستان د قضایي سکتور د ملاتړ د نړیوال پروګرام په بنسټ کې کورني او بهرني همکارانو، ددې وزارت کورني او بهرني سلاکارانو او ټولو هغو همکارانوته چې د (باکیفیته عدلي او قضایي خدمتونو د وړاندې کولو په منظور د عدلیې وزارت په ملي کنفرانس)  کې یې ګډون کړی خپل سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم.

د لوی خدای شکر اداء کوم چې مونږ ته یې ددې فرصت راکړ تر هغه حده پورې چې د عدلیې وزارت پورې تړاو لري د عدلي او قضايی نظام د اصلاحاتو په اړه د بحث په منظور د برنامې دغه لویه غونډه جوړه کړو.

سره لدې چې په مختلفو ځایونو کې مو له تاسو ګرانو همکارانو سره لیده کاته کړي دي؛ مګر د عدلیې وزارت د کار کوونکو د لارښوونې په خاطر د عدلیې وزارت د رهبریت مکلفیت دا ایجابوي چې وقتاً فوقتاً له تاسوسره دغه رنګې منظمې خپرونې ولرم.

د ملي یووالي د حکومت د کار له پیل څخه د لندن د کنفرانس او د هغه (سام) د عالي رتبه غړو د کنفرانس پر وړاندې، د نړیوال سوداګریز سازمان سره د افغانستان د الحاق په اړه اړوند اسناد، د مهمو قوانینو لکه د جزاء کود، د اطفالو له حقونو څخه د ملاتړ قانون، د عامه او خصوصي مشارکت قانون، د اداري فساد پروړاندې د مبارزې قانون او نور هغه قوانین چې د پیسو د وجهي صندوق پر وړاندې د افغانستان  اسلامي جمهوري دولت ورته متعهد دی له پړاوونو څخه د تېرولو په اړه زمونږه ژمنې زمونږ د هېواد د بین المللي ژمنو سره په مطابقت د تقنیني اسنادو برابرولو ته  ډېره اړتیا د وزارت رهبري ډېر مشغول کړی وو. دغه مشغولیتونه سبب شول چې دغسې کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ نه کړو.

زمونږ په هېواد کې د عدلیې وزارت د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ په خواکې د عدلي او قضایي نظام درېیم رکن تشکیلوي. دغه وزارت د مدني او فامیلي قضایاوو په اصلاح کې لومړني ګامونه پورته کړي او محاکموته یې له ورتګ څخه د مخه د حل تلاش کوي. د هغو حل ته د نه لاسرسی په صورت کې پدې قضایاووکې بنیادي اسناد، له ترتیب او تنظیم وروسته محکمې ته وړاندې کوي. په دوام کې همدغه قضایا ددې وزارت حقوقي ادارو ته د تطبیق په خاطر بیا سپارل کېږي.

د دولت د قضایاوو د لوی ریاست مختلفې برخې د دولت د ملکیتونو پورې په اړوندو چاروکې د محاکمو پر وړاندې دفاع کوي او بیا د تطبیق په خاطر د دې وزارت حقوقي ادارو ته لېږل کېږي. د عدلیې وزارت له قانون څخه د متخلفو اطفالو لپاره په هغه صورت کې چې بې بضاعته وي د جزایي قضایاوو په هره مرحله کې حقوقي مساعد(مدافع وکیل) نیسي. د زیانمنو اشخاصو لپاره هم برابره ده که ښځې یا ماشومان وي په مدني قضایاووکې حقوقی مساعد نیسي.

عامه حقوقي پوهاوي او بالآخره له ۱۸ کلونو څخه د کمو ځوانانو او ماشومانو سالمه تربیه، ساتنه او اصلاح او ټولنې ته د هغوی بیا وړاندې کول – البته په داسې ډول چې د ګټور او صالحو اشخاصو په ډول خپل ځای اشغال کړي- د عدلیې وزارت له مهمو مسئولیتونو څخه دی.

د عدلي او قضایي نظام  ددې برخو په هریو کې کوتاهي زمونږ هېواد د کمزوری او نقصان خواته بیایي او دغه حقیقت جوته کوي چې د هېواد په عدلي او قضایي نظام کې د عدلیې وزارت څومره پر اهمیته مقام لري غواړم چې په ډېر صراحت سره ووایم چې د عدلیې په وزارت او د وزارت پورې تړلې اړوندو اداروکې فساد، په عدلي او قضایي نظام کې فساد دی. او د افغانستان په عدلي او قضایي نظام کې فساد د ملت او بین المللي ټولنې پر وړاندې د افغانستان اعتبار او حیثیت ته زیان رسوي. یو بې اعتباره عدلي او قضایي نظام د عدالت په تأمین کې خلک ناامیده کوي او هغوی ددښمن صحرایي محکموته اړ باسي او هغوی هڅوي ترڅو د بیګانه اجیرانو له صفونو سره یوځای شي. د فاعي او امنیتي ځواکونه چې زمونږ د هېواد او خلکو د عزت، خپلواکۍ، آبرومندی او انساني کرامت مدافعین دي د سنګر له حقانیت څخه ناامیده کېږي او له وطن څخه د دفاع په سنګر کې زړه توري کېږي.

په حقیقت کې په فساد ککړ عدلي او قضایي نظام په ملي او نړیواله کچه د هېواد اعتبار له  سقوط سره مخامخ کوي.

هغه مهمه موضوع چې غواړم پرې زیات تاکيد وکړم، د پیغمبر (ص) په دې حدیث سره یې پیلوم:

واتق دعوة المظلوم فانه لیس بینه وبین الله حجاب.

ژباړه: د مظلوم له ښېرا څخه ځان وساته ځکه د مظلوم د ښېرا او الله ترمنځ هېڅ پرده نشته.

درنو همکارانو! له دې خطرناک کار څخه باید ناخبره ونه اوسېږو چې د حق په تأمین کې هرډول غفلت او حق دار ته د حق په رسولوکې هرډول بې پروایي، محاکموته د قضایاوو د حقیقي صورت مغشوشول چې هغوی د حق په پېژندلو کې بې لارې کړي- چې په پایله کې حق تر پښو لاندې شي-، له ظالم سره مرسته او د مظلوم ترپښولاندې کول دي چې د الله د نارضایتی لامل ګرځي. قاضي ته باید د قضیې د ټولو برخو په هکله معلومات ورکړل شي ترڅو په تاریکی کې حکم صادر نکړي ـ چې بیا وروسته د محکمې د حکم په تنفیذ کې اشکال ښکاره نشي ـ او دغه کار به ددې باعث شي چې دوسیې د حقوقو، قضایای دولت او محاکمو د ادارو ترمنځ په تګ راتګ کې وي او په پایله کې به ددې ادارو او د اصل قضیي  د دواړو لورو، مدعي او مدعی علیه وقت ضایع شي او د اداري فساد زمینې به برابرې شي.

زه همېشه د نړیوالې ټولنې له سخاوتمندانه مرستوڅخه  او په خاص ډول عدلي او قضایي برخوکې یادوونه کوم چې داځل نړیوالې ټولنې ددوو کنفرانسونو وارسا او بروکسل په ترڅ کې پر مونږ باندې تر دېرشو ملیاردو ډالرو پورې د مرستو اعتماد وکړ. چې پنځلس ملیارده یې د دفاعي نظام د پیاوړ تیا لپاره او پنځلس ملیارده نور یې د پرمختیایي برنامو لپاره چې خوشبختانه ډېری برخه یې د دولتي ادارو له لارې لګول کېږي. چې دغه مرستې د شفافیت د تأمین او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې سره مشروط دي.

د عدلیې وزارت د ملي یووالي د حکومت له پیل څخه د شایسته سالاری د تأمین په منظور ددې وزارت د کارکوونکو د استخدام پروسه د نظر لاندې نیولې لکه څرنګه چې د رئیس جمهور د سلو لومړنیو ورځو په برنامه کې د عدلیې وزارت رهبري هیأت ( دعدلیې وزیر او مسلکي او اداري مرستیالان)  ته وویل شول ترڅو د یو کاملاً مسلکي وزارت په ډول د عدليې په وزارت کې له لیسانس څخه ښکته افراد استخدام نه شي. او له لیسانس څخه ښکته افراد د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته، نورو اداروته د استخدام لپاره معرفي شي. کوښښ شوی چې د جدي ضرورت پرته د هېواد په ناامنه سیموکې د لیسانس او له هغې څخه د پورته سند لرونکو افرادو څخه پرته ښکته افراد استخدام نه شي.

د عدلیې وزارت رهبریت کوښښ کړی چې د اړتیا په صورت کې له علمي او مسلکي معیارونو سره سم د مناسبو افرادو د استخدام د تأمین په منظور او د محلي مقاماتو له مداخلې پرته د استخدام له پروسې څخه د څارنې په غرض د وزارت له مرکز څخه د داخلي تفتیش غړي یا بشري سرچینې ولېږي یاداچې د آزادې سیالی ازموینه د وزارت مرکز ته ولېږدوي. او په هغو مواردوکې چې د اشخاصو په استخدام کې د شکونو رپوټ ورکړل شوې د وزارت رهبریت په مستقیم ډول  کامیاب کاندایدان ارزیابي کړي.

زه د هېواد په کچه له ټولو همکارانو او په خاص ډول د عدلیې له رئیسانو څخه غواړم چې په کاندیدانو کې د افرادو شایستګي، صداقت، امانت او  زمونږ رنجیدلي وطنوالو ته د خدمت انګیزه په پام کې ولري، او په هغه صورت کې چې په امتحاني دوره کې په کوم کارمند کې نوموړي ممیزات ونه لیدل شي، د وزارت مقام ته رپوټ ورکړي.

د خپلو ادارو د کار کوونکو او منسوبینو ارزیابي په کامل دقت او امانت داري سره ترسره کړي او د هېڅ عامل تر اغېز لاندې رانشي او د نورو مقاماتو سفارشونه په پام کې ونه نیسي. دابه سبب شي چې غیرمعیاري، بی کفایته او استفاده جو کار کوونکي وپېژندل شي او د هغوی په اصلاح او لرې کولو کې په موقع سره رسیدګي وشي.

په هېواد کې د پوهې د کچې ټیټوالی د وطنوالو د حقوقي پوهاوي د کچې د محدودیت لامل شوی او ددې لامل شوی چې هغوی له خپلو حقوقو او مکلفیتونو، د جرایمو د محدودې قوانین او مقررات او د هغوی د مجازاتو په هکله بی خبره پاتې شي. انتظار لرم چې زما محترم همکاران د هغو چارو په خواکې چې مې وړاندې ورته اشاره وکړه ، د حقوقي پوهاوي برخې ته پوره پاملرنه وکړي او له دې لارې څخه د جرایمو د ګراف په ټیټولو کې له یوه اړخه او له خپلو حقوقو په معقول او منطقي ډول په ګټې اخیستنې سره د خدمت مصدر وګرځي.

زه د عدليې له رئیسانو څخه په کلکه غواړم چې د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونوکې د طبي، تعلیمي، عقیدتي، روانشناسي او حرفوي خدمتونو دکچې د لوړولو په تېره بیا د معلوماتي ټکنالوژی په رشته کې جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د صحي او آبرومندې اعاشې او اباطې په مورد کې مستقیمه توجه وکړي.

په پای کې له وخت څخه په استفادې سره غواړم په لاندې برخوکې د خپلو محترمو همکارانو مشورې له ځانه سره ولرم:

۱. په تشکیلاتي برخه کې د عدلیې د ریاستونو د خدمتو په وړاندې کولو کې پراخي، پرمختیا او بهبود.

۲- د غیر رسمي عدالت قانونمند کول او ددې سیستم د عملي او تطبیقي ساحو ښوول.

۳- په ولایاتوکې د انسان د اختطاف او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د کمېسیون دکار کمي او کیفي پراختیا.

۴- په سلوکې ۲۳ د عالي تحصیلاتو لرونکي ښځینه کار کوونکو د استخدام لپاره د عملي لارو ښوول.

۵- د هغو همکارانو په اړه چې په خپل کاري برخه کې اړوند تحصیل نلري د دقیق رپوټ وړاندې کول او د هغوی د سرنوشت په اړه مشوره.

۶- په ولایتونو او ولسوالیوکې د حقوقي مساعدتونو د خدماتو د کچې لوړول.

۷- د ظرفیت د کچې د لوړولو په خاطر ښوونیزو خپرونو ته د هغو مسلکي کارکوونکو تشخیص او معرفي کول چې ورته اړتیالري.

۸- د لویو ولایتونو په مرکزونوکې د هغو پوهنتونونو په هکله معلومات چې د کارکوونکو لپاره دداخل خدمت تحصیل زمینه برابرېدای شي.

او د مالي او تدارکاتي چارو د پلان ګذاری په برخو او نورو برخوکې به محترم مسؤلین په خپل وار سره له تاسو سره خبرې او بحث وکړي امیدلرم چې په ډېر دقت سره ورته متوجه و اوسی او د هغو د عملي تطبیق زمینې په پام کې ونیسی او د خپل ځان، خپلې ادارې او دعدلیې وزارت کامیابي او آبرومندي لاسته رواړی ستاسو د لازیاتو بریاوو په هیله پاک الله مومل شه.