د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د قزاقستان له سفیر ښاغلي اومیرتای بیتیموف سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

۲۸/۱۰/۱۳۹۵

په دغه کتنه کې دواړو لورو د قوانینو د تدقیق او تسوید د تجربو او  پوهاوي د شریکولو په تېره بیا  له اداري فساد سره د مبارزې قانون،  د اصلاح په مرکزونو کې له قانون څخه د متخلفو اطفالو د وضعیت د څرنګوالي، هغو ماشومانو ته د ځان وژنې د پدېدې په هکله د پوهاوي ورکولو چې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې په جرایمو متهم دي او له حقوقي پلوه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د عدلیې وزیر وویل: په هغه ناسته کې چې مې د قزاقستان د عدلیې له وزیر سره درلود، د عدلي او حقوقي همکاریو د پراخولو او په افغانستان کې د اطفالو د وضعیت په هکله مو بحث او خبرې اترې وکړې. که څه هم د قزاقستان د عدلیې وزیر د رمان بادبادک باز( د خالد حسیني د لیکنې) له مخې د افغانستان وضعیت او په خاص ډول د ماشومانو وضعیت یې تعریفولو؛ خو د وقت د کم والي سره سره مې هغه ته د افغانستان د کلي وضعیت او په تېره بیا د اطفالو وضعیت تعریف کړلو؛ خوبیا هم ایجاب کوي چې تاسو په کابل کې د قزاقستان د سفیر په توګه خپل د سترګو لیدلی حال او د ټولنې واقعي روایتونه زمونږ دوستانوته ووایی.زمونږ په باور دا له حقیقت څخه یو ډېر لرې روایت دی چې په هغه وخت کې خپور شوی.

د عدلیې وزیر همدارنګه زیاته کړه چې د نورو تقنیني سندونو په خواکې له اطفالو څخه د ملاتړ قانون د طفل د حقونو د ساتنې یو جامع او تر ټولو مهم مرجع دی. دغه قانون به ډېر ژر د منظورۍ په خاطر پارلمان ته ولېږو. او پدې برخه کې مو ډېر اغیزمن چارې ترسره کړي دي.

ښاغلي بیتیموف وویل: د قانون د تسوید او تدقیق په برخه کې ستاسو تجربې زیاتې دي او هغو ماشومانو ته چې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې پر جرمونو متهم دي د ځان وژنې د بدې پدېدې څخه د پوهاوي ورکولو په خاطر ستاسو کوښښونه ډېر اغیزمن دي. په هغه ناسته کې چې مو د حج او اوقافو له وزیر سره درلود، له هغوی څخه مې وغوښتل چې د علماوو په همکاری په دې برخه کې له مونږسره مرسته وکړي چې د افراط ګرایي سره د مبارزې په منظور او د اسلام له مقدس دین څخه خلکوته پوهاوي ورکړو.

په پای کې ښاغلي بیتیموف وعده وکړه چې د عدلي او حقوقي همکاریو د لاپراختیا په منظور به لازمه همکاري کوي.