د عدلیې په وزارت کې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د د یارلسم تلین لمانځل

۲۰/۱۰/۱۳۹۵

د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د یارلسم تلین د عدلیې په وزارت کې د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور، د اساسي قانون پرتطبیق د څار د خپلواک کمېسیون د رئیس محمد قاسم هاشمزي او د نوموړي کمېسیون د غړي ډاکټر عبدالرؤوف هروي په کډون ولمانځل شو.

د عدلیې وزیر په هېواد کې د اساسي قانون د مقام په هکله خبرې وکړې او په هېواد کې یې د هغې برتطبیق ټینګار وکړ.هغه د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د دې ابتکار چې له دې اونی څخه په ګټې اخیستنې سره یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د اساسي قانون د تشریح او توضیح او د هغې د تاریخچې د بیانولو په هکله اقدام وکړ قدر داني وکړه.

د عدلیې وزیر ددې وزارت د عامه حقوقي پوهاوي برخې او د حقوقي مساعدتونو لوی ریاست ته لارښوونه وکړه ترڅو له اساسي قانون څخه د پوهاوي کارته د خپلو دندو په لومړیتوبونوکې ځای ورکړي. هغه همدارنګه د عدلیې وزارت د نشراتو ریاست ته د هېواد په ملي ژبو او انګلیسی ژبې د اساسي قانون د بیا خپرولو سپارښتنه وکړه او په دې هکله یې د اقدام امر وکړ.

د عدلیې وزیر په وروستیو دوو کلونو کې ددې وزارت له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه وې ویل: دغه وزارت په ۱۳۹۴ کال کې د۹۱ په شمېر کې تقنیني سندونه او د ۱۳۹۵ کال له پیل څخه یې تر اوسه د ۷۷ په شمېرکې تقنیني سندونه له پړاوونو څخه تېرکړي چې مهمترینو قوانینو او مقررو لره شاملېږي.

په دوام کې پر اساسي قانون د څار د خپلواک کمېسیون رئیس محمد قاسم هاشمزي، د قانون جوړونې او د علمي او حقوقي تحقیقاتو د چارو د انستیتوت عمومي رئیس عبدالمجید غنی زاده او د اساسي قانون پر تطبیق د څار د خپلواک کمېسیون غړی ډاکټر عبدالرؤف هروي هم په هېواد کې د اساسي قانون د تطبیق پر اهمیت، د اساسي قانون د مقام او د اساسي قانون د تطبیق پروړاندې د شته ستونزو په هکله خبرې وکړې او ددې ستونزو او ننګوونو د لرې کولو او د اساسي قانون د ټولو مادو پرتطبیق یې ټینګار وکړ.