د عدلیې په وزارت کې د انسان د قاچاق د ناوړه پایلو او له غیر قانوني مهاجرتونو څخه د مخنیوي په خاطر د عامه پوهاوي د ملي کمپاین د عمل د پلان د معرفي کولو په منظور ناسته.

۲۱/۱۰/۱۳۹۵

د انسان د قاچاق او اختطاف پر وړاندې د مبارزې عالی کمېسیون په پام کې لري، د انسان د قاچاق له ناوړو پایلو او د غیر قانوني مهاجرتونو څخه د مخنیوي په خاطر  د خلکو د پوهاوي په منظور د هېواد په کچه ملی کمپاین په لاره واچوي. دغه کمېسیون د کمپاین او د عمل د پلان پورې اړوندې چارې دلاښه والي په خاطر د دولتي او غیر دولتي اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ تدوین کړی او د عمل د پلان د معرفي کولو او د ذیدخلو او تمویلوونکو اړخونو د همکاریو د جلبولو په خاطر د عدلیې وزارت د کنفرانسونو په تالارکې یو محفل جوړ کړ.

د ا.ا.ج د عدلیې جلالتمآب وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور چې د انسان د اختطاف او قاچاق پرضد د مبارزې د عالي کمېسیون ریاست هم پرغاړه لري ددې بدې پدېدې د عواملو په اړه خبرې وکړې وې ویل: د انسان قاچاق د هغو مواردو له جملې څخه دی چې د تاریخ به اوږدو کې یې بشري ټولنې اغیزمن کړي او د هغوی او په خاص ډول د ښځو او اطفالو د ژوند د تباهی باعث شوی دی. زمونږ مظلوم خلک چې د ناامنی، فقر او بی سوادی په اثر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، له ټولو د مخه ددې بدې پدیدې قربانیان دي. معلومات او رپوټونه ښيي چې د انسان د قاچاق په برخه کې افغانستان د مبدأ او ترانزیت هېواد په ډول یو هدف دی او هوسا ژوند ته د رسېدو په موخه غیر قانوني مهاجرتونه د انسان د قاچاق بهیر پراخه کړی او باعث شوی دی چې زمونږ د هېواد یو زیات شمېر دردیدلي خلک د انسان د قاچاق د دسیسو په لوموکې ونخلي.

د عدلیې وزیر وویل: د وروستیو څو کلونو په اوږدو کې اړوندو ادارو او بنسټونو یو شمېر اقدامات تر سره کړي چې د هغو له جملې څخه په مرکز کې د انسان د اختطاف او قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون او په ولایتونوکې ولایتي کمېسیونونه، د انسان د اختطاف او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د قانون تعدیل او اصلاح او داسې نور موارد د یادونې وړ دي. هغه زیاته کړه چې د لومړیتوب وړ برنامو اجراء د تمویلوونکو هېوادونو او بنسټونو مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیالري. پردې اساس هیله کېږي چې تمویلوونکي هېوادونه او بنسټونه ددې برنامو د اجراء لپاره هر اړخیزه  همکاري وکړي ترڅو په راتلونکو کلونوکې  په همغږۍ  او منسجم ډول ددې بدې پدیدې پروړاندې منسجمه مبارزه وکړو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې هم د موضوع په هکله خبرې وکړې وې ویل: د عامه پوهاوي د برخې لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږي د راپیداکولو په منظور یو ډېر منسجم پلان جوړ شوی او ددې لپاره چې د عامه پوهاوي د خپرونو اغیزمنتوب لوړ شي او د هغو سفارتونو او ملي او بین المللي بنسټونو چارې چې په دې برخه کې فعالیت کوي زیات انسجام پیداکړي مونږه ددې کمپاین طرح تیاره کړې او امید لرو چې ددې کمپاین په لاره اچول وکولای شي دغه مشکل تر یوحده لرې کړي.

په دغه محفل کې د انسان د قاچاق د ناوړو پایلو او د غیر قانوني مهاجرتونو له مخنیوي څخه د عامه پوهاوي دعمل د ملي کمپاین پلان له اړوندو تمویلوونکو بنسټونوسره شریکه شوه او له هغو څخه وغوښتل شو چې د دې پلان د تمویل او اجراء په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.