د عدلیې وزارت مسلکي معین قانونپوه داکتر محمد قاسم هاشمزی د لندن ولتن پارک په کنفرانس کې بیانیه

ښاغلو او آغلو:

خوښ یم چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت په استازیتوب په دې کنفرانس کې چې موضوع یې (( څیړنه او څو اړخیزه تثبیت)) (Multilateral Verification) ده، ګډون کوم.           

موږ ټولو دلته حاضر شوي یوڅو هغه چالشونه چې د ( تحقیق او څو اړخیزه تثبیت) په اړه وجود لري خبرې اترې پرې وکړو. هغه موضوع چې دلته تر خبرو اترو لاندې نیول کیږي د افغانستان لپاره ډیره مهمه ده( ارزښت لري) ،په ځانګړې ډول د دفاع او امنیت په برخه کې چې دا برنامه د پراختیایي برنامو له جملي څخه ده ، چې د افغانستان لپاره بنسټیزه او مخکښه ګڼل کیږي ، زموږ د هیواد خلک په لاندې برخو کې د پرمختګ او ترقي علاقمند دي:

د هسته یی سلاح کمښت او کنترول

د ډلییزو وژنو دسلاح له انتشار څخه مخنیوي او نور.

د شورشي او تروریستي ضد عملیاتو په کنترول کې یو موثره لاره چاره

توانایي او دفاعي پالیسي.

زموږ ګران هیواد افغانستان ، د مخالفو ګروپونو له فعالیتونو څخه چې ډاراچونکې فعالیتونه سرته رسوي او د ننې ورځې هیڅ راز نړیوالو معیارونو او اخلاقي ژمنوته وفادار نه دې،ډیر رنجونه او ستونزې یي قبول کړي دي.

ددغو ډاراچوونکو ډلو لاس رسي کیمیاوي موادو تهدغه خطرات پیداکړيدي ، راډیولوژیکي او هسته یي (  CBRN) د همغږۍ عمل ته اړتیا او د مخنیوې لپاره او ددغو مواردو کشف لري.                 

 

تر هغه ځایچې (  CBRN) څخه د ناوړۍ ګټه اخیستنۍ د مخنیوۍ په اړوند افغانستان پورې اقدامات اړکیږي، افغانستان کوښښ کوی څو ګڼ قوانین چې اوسمها ل موجود دې نافذ او پلۍ کړي . افغانستان ۱۹۷۲کنوانسیون یا توسعې ، تولید او باکتریایي (بیولوژیکي ) سلاح د منع میثاق ،د زهروي او ددغو سلاح تخریباتو میثاق لاسلیک کړي او په هغه پورې ملحق شوي ده

په دې ورستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د (VERTIC) په مرسته او له کنوانسیون یا یادشوی میثاق سره په مطابقت  کې قانون تسوید کړي چې ددې قانون پربنسټ هر څوک  چې په آګاهانه ډول په توسعه ، تولید یا په اکتساب  د بیولوژیکي سلاح د ساتنۍ یا ذخیره کې لاس ولري او یا په مستقیم یا نا مستقیم ډول بیولوژیکې سلاح نورو کسانو ته انتقال کړي ، مجرم پیژندل کیږي.   

دغه مسوده اوسمهال د وزیرانو شورا د تقنینی کمیټې تر څیړنو لاندې ده .

سربیره پردې ، عدلیې وزارت د (VERTIC) په مرسته د کیمیاوي سلاحو د توسعه او تولید څخه ناوړه ګټه اخیستنه ، ذخیره  ،تخریب د منع قانون مسوده ترتیب کړي ده.

ددې قانون موخه توسعه ، تولید، تکثیر، قاچاق،ذخیره ، اکتساب، له کیمیاوي سلاح څخه ګټه اخیستنه او د هغوی تخریب له نړیوال کنوانسیون سره په مطابقت کې د جرم پیژندل قانون ،چې د همدې مضمون لپاره ده .

 

د دې قانون د مسودې په اړوند لومړنۍ بحثونه د عدلیې وزارت د تقنین په ریاست کې بشپړ شوی دې  او اوسمهال د وزیرانو شورا د تقنیني کمیټي په اجنډا کې شامل ده .

 پر دېعلاوه، د ملي امنیت شورا د مرستیالانو د غونډې د وړاندیز له مخۍ،تولید ، سوداګرۍ او د امونیم نایتریت قاچاق ممنوع اعلان شوي دي، له دې کیمیاوي مادې څخه مخالفین د سړک د غاړو ماینونو په جوړولو کې چې د زرهاوو تنو د مرګ  ژوبلي لامل شوي دي ناوړه ګټه اخیستل کیږی.

ددغو کیمیاوي مادو د ممنوعیت له وصف سره سم، د ښو موخو لپاره طرح ریزي شوي وه ، اما په هغه اندازه تغیرات چې د توقع وړ وه له ځان سره نه یې  درلوده ځکه له سرحد څخه په هغه خواکې دوه فابریکې چې په زیاته اندازه دغه کیمیاوي مواد يي تولیدول  اوس هم په همغه پیمانه تولیدوي ، دغه نښانه ددې ده چې باید ګاونډې  هیوادونه هم همکاري وکړي څو دغه تهدیدات او د (CBRN) تهدیدات د کل په طور سره رفعه شي او هیوادونه باید ډیر مجهز وي څو خپل اقدامات په هغه ځای کې چې له سرحدي چارو سره اړیکه لري همغږۍ کړې.

دنړیوالي پالیسي پربنسټ (CBRN) کوښښ باید وشي څو بالقوه تاوانونه او تهدیدات له (CBRN) څخه ،عامو خلکو ته باید حد اقل ته ورسیږۍ .

له دې وجهۍ نه د هیوادونو تر منځ د امنیتي معلوماتو د تبادلۍ د روند د ښه والۍ او په سرحداتو کې دکشفي سیستمونو توسعه اړینه ده.

د یادولو وړده چې د یو شمیر هیوادونو ترمنځ داسي همکاري پخوا صورت نیولي وه  . د مثال په ډول اروپایي ټولنې په ۲۰۰۲ کال کې د تروریستي عملونو له تهدیدونو څخه د پیښو لږول او یوه ښه همغږۍ منځ ته راوړل ، چې وروسته په ۲۰۰۵کال کې د اروپایي ټولنې په کاري پلان او استراتیژی کې شامل شو.او له هغې وروسته د ډله ییزو وژنو د پراختیا د منع استراتیژي هم ایجاد شوه.

کاري پلان په دري عمده وو موضوع ګانو کې طرحه شوچې په لاندې ډول ده - مخنیوۍ-- کشف او تیارې یا اماده ګي  او ځواب ورکونه یا عکس العمل.

 په دې نړي کې، په کوم ځای کې چې موږ زنده ګي کوو، تروریزم د ټولو هیوادونو او خلکو لپاره یو جدي تهدید دې . د افغانستان خلک له څو کلونو راپدیخوا د تروریستي فعالیتونو قربانیان وه او دا مصیبت تراوسه پوری زموږ د خلکو لاس او ګریوان  دي چې د هغوی د ژوند په ټولو ابعادو کې ستونزۍ پیداکړي دي.

 د تروریستي تهدیدونو په ځواب کې،نړیوالي ټولني د ترور پر ضد یوه استراتیژي چې د دموکراسي مروج کوونکي ،خبرې اترې او ښه حکومت کول ده ، ایجاد کړي ده څو د زور زیاتي اصلي جرړۍ راوباسي.

 دغه د ترور پر وړاندې استراتیژيپر څلورو بنسټیزو رکنونو ولاړه ده.

مخکي والۍ ،ساتنه، تعقیب او عکس العمل یا ځواب ورکونه ده.

د پورتنیو ارکانو پر بنسټ ، د کنوانسیون یا د ملګرو ملتونو میثاق سره په موافقت، افغانستان د ترور پر وړاندې قانون تطبیق او له هغې څخه پیروۍ کوي ، د تروریستي فعالیتونو د تعریف په برخه کې دغه قانون په نړیوالو مرستو د تروریستي فعالیتونو په وړاندې د مرستي تاکید کړی ده.