د کورنۍ د قانون د طرح په اړه د علمي او تحقیقی سیمینار جوړول او له علماوو او پوهانو څخه د نظر غوښتنل

۱۴-۱۵/۱۰/۱۳۹۵

 د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د کورنۍ د قانون د طرح په اړه علمي او تحقیقی او د علماوو او پوهانو څخه د نظرغوښتنې سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې د عدلیې وزارت جلالتمآب وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام مرستیال جاسلین میسن،د کابل پوهنتون استاد ډاکټرمحمد ایاز نیازي، د سلام پوهنتون استاد ډاکټرشیرعلی ظریفي، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس ډاکټر فضل الرحیم بصیرت، علماوو، پوهانو، د پوهنتونونو استادانو او  د اړوندو ادارو او مدني ټولنې  استازو ګډون کړی وو.

د عدلیې وزیر د کورنۍ د قانون د طرح په اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: عادلانه او د انساني ارزښتونو  او په خاص ډول د اسلام د مبین دین له اصولو سره سم قوانین د بشري ټولنو د رهبرۍ او د عدالت په تأمین کې حیاتي ارزښت لري. دې موخې ته د رسېدو لپاره مونږه اړتیالرو ترڅو د خپلې ټولنې عیني واقعیتونو او د افغانستان د متدین ملت ارزښتونو ته په پام سره تقنیني معیاري او عادلانه اسناد ولرو.

هغه وویل چې د وروستیو څو کلونو په اوږدوکې د تقنیني اسنادو د وضع او اصلاح  په برخه کې زیات کوښښونه شوي دي چې مونږه په دې برخه کې د یوڅه پرمختګ شاهدان یو. د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره، د تقنیني اسنادو اصلاح او تائید زیات رونق موندلی چې د جزاء او له اطفالو څخه د ملاتړ قانون یې ښکاره بیلګې دي.

هغه وویل چې د عدلیې وزارت اوسنیو شرایطو او ټولنیزو غوښتنوته  په پام سره د کورنۍ د قانون مسوده چې زمونږ  د ټولنې لپاره له مهمو او سرنوشت سازو اسنادو څخه یو سند دی د تقنیني کار په پلان کې شامل کړی چې په راتلونکي کال کې به یې د تدقیق او تکمیل چارې بشپړ شي.

د عدلیې وزیر ددغې ناستې له ګډون کوونکو څخه وغوښتل چې په خپلو علمي او حقوقي لید لورو او وړاندیزونو سره لدې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي ترڅو په پایله کې په کورنۍ پورې په اړوندو برخوکې داسې یو قانون تدوین کړو چې د اسلام د مقدس دین له حکمونو او په جهان کې له مروجو علمي او حقوقي معیارونو سره سمون ولري.

په دوام کې ښاغلي جاسلین میسن، ډاکټر محمد ایاز نیازي، ډاکټر شیرعلی ظریفی او ډاکټر فضل الرحیم بصیرت هر یو په خپل وار سره د کورنۍ د قانون پورې په اړوندو برخوکې خبرې وکړې او خپل لیدلوري او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.

په دې دوه ورځنۍ سیمینار کې د کورنۍ د قانون طرح په ماده وار ډول تر څېړنې لاندې ونیول شو او ګډون کوونکو په دې برخه کې خپل لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل.