د عدلیې وزارت د کارکوونکو لپاره د انسان د اختطاف او قاچاق د جرایمو پر وړاندې د مبارزې د ورکشاپ جوړول.

د انسان د اختطاف او قاچاق د جرایمو پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسیون سکرتریت د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) د دفتر په همکاری  د عدلیې وزارت د کار کوونکو لپاره د انسان د اختطاف او قاچاق د جرایمو پر وړاندې د مبارزې د اړوندو موضوع ګانو د پوهاوي تر عنوان لاندې یو ورکشاپ په لاره واچوله.

دغه ورکشاپ د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه چې په هغې کې د عدلیې وزارت ۲۵ تنو کار کوونکو ګډون کړی وو. په دغه ورکشاپ کې د انسان د قاچاق، د ګډوالو د قاچاق او د انسان د اختطاف د موضوع ګانو په اړه بحث وشو.

د انسان د اختطاف او قاچاق د جرایمو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون د انسان د اختطاف او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د قانون د څوارلسمې مادې پراساس جوړه  شوې چې ریاست يې د عدلیې وزارت پرغاړه دی او غړي یې د لوی څارنوالی، کورنیو چارو، بهرنیوچارو، کار او ټولنیزو چارو، پوهنې، اطلاعات او کلتور، ارشاد حج او اوقاف، عامې روغتیا، ښځو چارو او دکډوالو د بېرته راستنېدو وزارتونه، ملي امنیت لوی ریاست، د بشر د حقوقو د مستقل کمېسیون او د ټولنیزو سازمانونو څخه دوه تنه استازي تشکیلوي.